لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

فرانسوي قاضي د سعودي عربستان د شهزادګۍ د نیولو حکم کړی


د فرانسې یو قاضي د سعودي عربستان د شهزادګۍ د نیولو امر پدې تور ورکړی چې خپل ساتونکي ته یې د هغه نلدوان (پلمبر) د وهلو امر ورکړی و چا چې د هغې په اپارتمان کې کار کاوه.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې حصه بنت سلمان د پاچا سلمان لور او ولیعهد محمد بن سلمان ناسکه خور ده. د نوموړې د نیولو امر په ډیسمبر کې ورکړل شوی و خو فرانسوي رسنیو په روانه اونۍ کې خپرو کړ.

د سعودي د شاهي کورنۍ د یو شمېر نورو غړو په څېر حصه بنت سلمان هم په فرانسه کې جایداد (ملکیت) لري.

یاده پېښه تقریبا ۱۸ میاشتې مخکې د شهزادګۍ په اپارتمان کې هغه مهال وشوه کله چې نلدوان (مېستري) د یوې المارۍ د لګولو لپاره په خپل ټیلیفون باندې د هغه ځای یو انځور واخیست.

د فرانسوي مجلې لي پاوینټ له مخې، یاد نلدوان پولیسو ته په خپل بیان کې ویلي دي، چې ددغه انځور اخیستلو پرمهال شهزادګۍ لیدلی او بیا یې خپل ساتونکی (باډي ګارډ) راغوښتی او د هغه تر مخه یې په لوړ غړ په چغه ویلي چې: (دا سپی باید ووژل شي. دی د ژوند حق نه لري.)

د فرانسې خبري ایجنسۍ په خپل راپور کې زیاته کړې، چې په همدې وخت کې باډیګارډ نلدوان نیولی او په مخ یې په سوک وهلی او بیا یې د هغه د لاسونو له تړلو وروسته له هغه غوښتي دي چې په زنګنو شي (ګونډو شي) او د شهزادګۍ پښې چپ کړي.

نلدوان دا هم ویلي، چې ده ته څو ساعته وروسته د وتلو اجازه ورکړل شوه خو د ده د کار کولو سامان یې ورته ور نه کړ.

د لي پاونټ د مجلې د راپور له مخې، د نلدوان په بدن باندې هغه مهال هم د وهلو نښې ښکارېدې کله چې ده پولیسو ته راپور ورکاوه.

نلدوان له پولیسو سره خپل شکایت ولیکه او بیا پلټنې پیل شوې چې بیا د یوې میاشتې دننه باډیګارډ په دې تور محکوم شو چې د وسلې په کارولو یې تاوتریخوالی ترسره کړی، په غیر قانوني توګه یې کس بندي کړی، دده کاري سامان یې پټ کړی او د مرګ ګواښونه یې کړي.

د شهزادګۍ وکیل ایلې هېتېم یوې فرانسوۍ ورځپاڼې لي پریسیان ته ویلي، چې شهزادګۍ فکر کاوه چې نلدوان به د هغې انځورونه ددې لپاره اخیستي وي چې بیا یې په رسنیو باندې وپلوري او له همدې امله نوموړې غوښتل د هغه ټیلیفون واخلي چې باډیګارډ پرې رسېدلی.

له پېښې وروسته شهزادګۍ حصه بېرته سعودي عربستان ته تللی او د خپل ناسکه ورور ولیعهد محمد بن سلمان لخوا په کور کې ساتل شوې.

د هغې یو خپلوان د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، چې شهزادګۍ حتی په کورنیو محفلونو کې هم نه ښکارېده تر دې چې په روانه اونۍ کې د جنازې په یو لړ مراسمو کې ورته د ګډون اجازه ورکړل شوه.

XS
SM
MD
LG