لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په فرانس کې د چاړه په حمله کې درې کسان وژل شوي 


 ترهګرۍ ضد حکومتي وکیل ويلي په چرچ کې د چاړه د حملې د ترهګرۍ په لړ کې تحقیقات شروع کړی شوي دي.
 ترهګرۍ ضد حکومتي وکیل ويلي په چرچ کې د چاړه د حملې د ترهګرۍ په لړ کې تحقیقات شروع کړی شوي دي.

د فرانس د بحیره روم په ساحل پروت د نيس ښار په یوې کلیسا کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د چاړه په حمله کې درې کسان وژل شوي، ګڼ شمېر نور زخمیان دي او د ترهګرۍ ضد چارواکي شک څرګندوي چې دا د ترهکرۍ پېښه ده. حمله کوونکی پولیس په زخمي حالت کې نیولی دی.

رپورټونه وايي په حمله کې د یوې ښځې سر غوڅ کړی شوی دی.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي د نيس په نوټردېم چرچ کې حمله په داسې حال کې شوي ده چارواکو د تندوره تشدد خلاف ګامونو اعلان کړی دی. څو ورځې وړاندې د تاریځ د یو استاذ سر غوڅ کړی شوی و او یو پاکستاني تن په پیرس کې دوه کسان د چاړه په حمله کې زخمیان کړي دي.

د پاکستان په ډان ورځپاڼه کې د رویټرز خبري ادارې رپورټ وايي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ حمله کې د یوې ښځې سر پرې کړی شوی دی.

د ترهګرۍ ضد حکومتي وکیل ويلي په چرچ کې د چاړه د حملې د ترهګرۍ په لړ کې تحقیقات شروع کړی شوي دي.

چارواکي وايي په سمدستي ډول نه ده معلومه چې د چاړه ورستۍ حمله په څه مقصد شوي ده خو ای پي وايي په چارلي هېبډو نومې مجله کې د پېغمبراسلام د خاکو شایع کېدو نه پس په فرانس کې تاوتریخوالی زیات شوی دی او چارواکي د خاکو سره دوه وړاندېنۍ حملې تړي.

د نیس ښار وال کرېسټین اېسټروسي وویل کله چې پولیس حمله کوونکی نېولو نو هغه د الله اکبر بیا وېل او "او دا اشاره هیڅ شک نه پرېږدي."

ښاروال یا میر وویل دوه کسان د کلېسا دننه ووژل شو او د زخمونو دلاسه د دریم تن ژوند په خطر کې دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG