د فرانس یو عدالت د ۱۹۹۰ په لسیزه کې په پاکستان او سعودي عرب د وسلو خرڅوولو په معاهدو کې د مېلینونو یورو بډو رشوتونو اخیستلو په الزام شپږ کسانو ته د قیدا سزاګانې واورلې.
د ګل، دوشنبې، په ورځ د پېرس یو عدالت چې کومو کسانو ته سزاګانې واورولې په هغو کې د فرانس حکومت درې پخواني چارواکي او درې نور کسان شامل دي او ورته د دوو کلونو نه تر پنځو کلونو پورې د قید سزاګانې واورل شوې.
د فرانس ای اېف پي خبري اداره وايي "کراچي افیر " نومې معامله کې د هغه وخت د فرانس وزیراعظم اېدورډ بلدر هم شامل و. په هغه الزام دی چې د وسلې په معاهده کې اخیستل شوې د کمېشن پېسی یې د کال ۱۹۹۵ په ناکامو صدارتي انتخاباتو مصرف کړې.
ای اېف پي وايي د بډو رشوتونو په دغه تحقیقاتو کې د شپږو کسانو دغه لومړنۍ سزاګانې او دې معاملې ته د "کراچي افیر " نوم په کال ۲۰۰۲ کې په کراچۍ په فرانسوي انجینرانو د حملې وروسته ورکړی شو. د انجنیرانو په بس حمله کې ۱۵ کسان ووژل شو.
ای اېف پي وايي په کراچۍ د حملې لومړی شک په القاعده شوی و خو بیا توجه د وسلې سودا ته او دې خبرې ته ګرځیده ده چې ممکنه ده د وسلې په سودا کې کمېشن يا بډې رشوتونه د لوظ سره سم نه وي ادا کړی شوي.
د اېدورډ بلدر دریو مرستیالانو ته درې درې کاله د قید سزاګانې وارول شوې. عدالت وویل دوی ته معلومه وه چې د مشکوک زریعو نه د بلدر انتخابي کمپېن بېنک اکاونټ ته یو اشاریه شپږ مېلین یورو ورغلي دي.
د لبنان دوو کسانو ته د وسلې په دغه سودا کې منځګریتوب په سر پنځه پنځه کاله د قېد سزاګانې واورول شوې.