لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ترهگرو مالي سرچینو مخنیوي دپاره دې همکاري زیاته شي، د فرانس د صدر غوښتنه


فایننشل ټاسک فورس د پاکستان په اړه تشویش څرگند کړی دی او ویلي یې دې چې پاکستان ترهگرو د مالي وسایلو پرضد کوټلي گامونه نه دي پورته کړي. څېړونکې وايي د جماعت الادعوه په رنگ یو شمېر ډلې په بدلو نومونو وجود لري

د فرانس صدر ایمینیول میکران د ترهگرو د مالي سرچینو مخه نیولو کې د زیاتې همکارۍ او شفافیت غوښتنه کړې ده. فرانسوي صدر په پیرس کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د دوه ورځنۍ نړيوالې غونډې په اخېره کې تقریر کولو. په غونډه کې د القاعده او د داعش د خطر په موضوع غور وشو.

د پېرس غونډې اختتامې ناستې ته وینا کې صدر مېکران د یو شمېر هغه مدونه واضح کړل چې د هغه په وینا نړیواله ټولنه پکې د زیاتې مرستې دلارې د ترهگرو د مالي وسلیو مخه نیولی شي. هغه ترهگرو ته په گمنامۍ کې د ورکړی کېدونکو چندو او د جعلې خېراتي ادارو ذکر وکړو. هغه د هغه ریاستونو ذکر هم وکړو د ترهگرو په وړاندې کمزورتیا لري او غوښتنه یې وکړه چې د هغه خلکو اساسي دې منجمد کړی شي چې د ترهگرو سره په مالي مرسته کې ککړ ومندل شي.

صدر میکران وویل د ترهگرۍ مسله زر نشي حل کیدلی، القاعده او داعش به په اینده کې هم بې گناه خلک وژني او ملکونه به بې ثباته کوي. "مونږ ته پکار دي چې په کلکه اراده دې ته جواب ووایو."

د پېرس غوندې ته د وینا نه څو گنټې وړاندې صدر میکران امریکې ته د خپل سفر نه ستن شوی و. په واشنگټن کې د صدر ډانلډ ټرمپ سره ملاقات کې دواړو صدرانو د ترهگرۍ په موضوع هم خبرې وکړې.

صدر مېکران په نړیواله ټولنه غږ وکړو چې فایننشل ایکشن ټاسک فورس سره دې مرستې زیاتې کړې. دغه اداره په نړيواله کچه ترهگرو د مالي وسلیو د مخنیوي او ترهگرۍ د مالي چینې وچولو په مد کې کوښښونه کوي.

ماهرین وايي د ترهگرو د مالي وسیلو ترلاسه کولو دپاره نوي او زیاتې پېچیده طریقې اختیار کړې دي، دا په داسې حال چې په خلکو موټرې د ورستلو دلارې حملې زیتې ارزانې گڼل کیږي. خو بیا هم ماهرین وايي د القاعده او داعش په رنگ ډلې د خپل ځان ساتلو دپاره مالي وسایلو ته اړتیا لري.

د وي او ای سره مرکه کې د فایننشل ټاسک فورس مشر ډیوډ لوس د ترهگرو د مالي وسیلو د څارنې دپاره د معلوماتو او د ټیکنالوجۍ د شریکولو په مدونو کې لا نور هم کاپکار دی.

ښاغلي لوس وايي داهسې لیدل کېږي چې په زیاتره هېوادونو کې د ترهگرو د مالي وسیلو مخه نیولو دپاره چې کوم نظام موجود دی دا په سم ډول کار نه کوي. ددې مسلې د حل دپاره سیاسي اراده او د پولیس او اسختباراتي معلوماتو شریکول پکار دي.

په نژدې کلونو کې په فرانس کې یو شمیر د ترهگرۍ حملې شوي دي. د پېرس سرکاري وکیل فرانسوه مولنیز وايي په تیرو دوو کلونو کې فرانس د ۴١٦ داسې کسانو پیژندگلو کړې ده چې ترهگرو سره مالی مرسته کوي او ٣٢٠ داسې خلک دي چې ترهگرو دپاره چندې ټولوي او زیاتره په ترکي او لبنان کې میشته دي.

فایننشل ټاسک فورس د پاکستان په اړه تشویش څرگند کړی دی او ویلي یې دې چې پاکستان ترهگرو د مالي وسایلو پرضد کوټلي گامونه نه دي پورته کړي.

XS
SM
MD
LG