لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د فرانس په رېل ګاډې حمله کوونکی د داعش مشکوک وسله وال عدالت ته پېش کېږي


پېرس د عدالت خاکه چې الخزاني ورته وړاندې کړی شوی و

د داعش وسله والې ډلې هغه مشکوک وسله وال چې په کال ۲۰۱۵ کې یې په فرانس کې په یو تېز رفتار رېل ګاډې کې دننه حمله کړې وه د ګل، دوشنبې، په ورځ به یې فرانس په عدالت کې د ترهګرۍ په الزام مقدمه شروع شي.

د مراکش ایوب الخزاني چې مسلح و د کال ۲۰۱۵ د اګست د میاشت په ۲۱ نېټه په داسې وخت حمله وکړه چې رېل چې هالېنډ نه د فرانس سرحد ته داخل شو.

د هغه په ډزو یو تن ولګېدلو خو بیا د فرانس، یو برطانوي او درې امریکایانو هغه قابو او غېر مسلح کړو. په امریکایانو کې دوه عسکر وو چې دغه وخت په رخصت وو.

په الخزاني په ترهګرۍ کې د خلکو د وژلو د کوښښ الزام لګول شوی دی. هغه د کال ۲۰۱۵ د می په میاشت کې په شام کې په داعش کې شامل شوی و. هغه ته د دغه الزام په سر د عمر قید سزا ورکړی کېدلی شي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه یوې عدالتي سرچیني ویلي خزاني د دې خبرې اعتراف کړی چې هغه امریکايي عسکر په هدف کول غوښتل.

امریکایانو ته د زړه ورتوب اعزاز د ورکولو دستورې ته هغه وخت د فرانس صدر فرانسوا اولانډ وویل الخزاني سره ۳۰۰ ګولۍ وې او دا ښايي چې امریکایانو خلک د قتل عام نه وساتل.

په رېل دغه حمله په د فرانس سرښار پېرس کې د دوو حملو ترمنځ شوي وه. د ۲۰۱۵ د جنورۍ په میاشت کې په پېرس کې د چارلي هېبډو مجلې په دفتر او د یهودیانو په یو دوکان حمله کې ۱۲ کسان وژل شوي وو او ۱۱ نور زخمیان وو. د کال ۲۰۱۵ د نومبر په میاشت کې په پېرس کې د مسلح کسانو حملې ۱۳۰ کسان ووژل.

XS
SM
MD
LG