لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ : خوشې شوي طالب بندیان د جګړې ډګر ته د را ستنېدو لپاره سترګې په لار دي


افغان چارواکي په زرګونو طالب بندیانو لپاره د جیلونو دروازې پرانیزي ترڅو دوی ډاډ ترلاسه کړي چې طالبان د اففان حکومت سره د سولې خبرې اترې پیل کړي. د اې ایف پي خبري ایجنسۍ د رپورټ ترمخه د دغه ګام له وجې امنیتي اندیښنې لا نورې زیاتې شوي ځکه چې ډیر نوي خوشې شوي جنګیالي وايي دوی تیار دي چې خپله سپيڅلې جګړه بیا پیل کړي.

محمد داود چې تیره میاشت د کابل په شمال کې د بګرام د زندان نه خوشې شوی دی اې ایف پي ته وویل: "که امریکایان نه وځي ، نو موږ به خپل جهاد ته دوام ورکړو ، ځکه چې دوی په خپلو عملیاتو کې ګڼ شمېرکېافغانان وژلي دي. "

محمد داود د خوشې کیدو وروسته د چارواکو نه نغد 65 امریکایي ډالر ترلاسه کړو او د خپل کلي ته د تلو لپاره د ټیکسي موټر کولو وړاندې اې ایف پي خبري ایجنسۍ ته وویل : "موږ نور په خپل هیواد کې بهرني ځواکونه نه غواړو. "

امریکایي ځواکونو نهه کاله وړاندې 28 کلن محمد داود په شمال لویدیځ فاریاب ولایت کې نیولی وو.

افغان چارواکو د وړاندې نه پلان شوې د 5،000 طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ د "ښه نیت" په توګه ګړندۍ کړي وروسته له هغې چې طالب یاغیانو د کوچني اختر په موقعه د دریو ورځو اوربند وکړو.

یوه امنیتی چارواکي وویل چېپه خوشې شویو طالب بندیانو کې د ځانمرګی برید لپاره روزنه اخستونکي ، د ځان وژنې واسکټ جوړونکي ، اغوه کوونکي او حتی بهرني جنګیالي هم شامل دي.

دا بندیانو تبادله د بین الافغاني خبرو د پیل وړاندې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فروۍ په ۲۹ مه په دوحه کې شوی د سولې تړون برخه ده.

د خوشې کیدو دمخهبندیانو نه د بیا وسلې نه پورته کولو د یوه ژمنې لیک د امضا – دستخطکولو هم ضروي دی. خو دا خبره په تیزی سره روښانه کیږي چې دا ډول ژمنې لږې معنی لري.

په پاکستان کې د طالبانو یو کمانډر اې ایف پي ته وویل چې باید په دې خبری کې دې هیڅ "ابهام" نه وي چې خوشې شوي کسان به په اخر کې په افغانستان کې د جګړی لومړۍ لیکو ته استول کیږي.

هغه وویل: "دا روان جهاد دی ، او تر هغه وخت به دوام ولري چې موږ د کابل د حکومت سره یوې موافقې ته ونه رسیږو."

یو شمیر نور خوشې شوي جنګیالي وايي چې دوی د امریکا په ځواکونو غوسه دي ، خو د فرورۍ په میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون تر مخه طالبانو ژمنه کړی چې په امریکایی او بهرنیو ځواکونو باندی به بریدونه نه کوي. خو طالبانو د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو پرضد د بریدونو نه کولو هیڅ ډول ژمنه نه ده کړی.

په ۲۹مه فرورۍ قطر کې د طالبانو اؤ امریکې ترمنځ دسولې تړون شوی ؤ چې په دغه تړون کې راغلي افغان دولت به د طالبانو پینځه زره بندیان خوشې کوي اؤ طالبان به هم ددې په مقابل کې دافغان دولت زر تنه بندیان له زندانونو خلاصوي.

افغان حکومت وایي چې تراوسه یی خواوشا 3,000طالب بندیان خوشې کړي او طالبانو ۴۶۰ بندیان ازاد کړي دي. د تړون ترمخه به امریکا 14 میاشتو کې اففانستان نه خپل ټول ځواکونه وباسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG