د جي ټونټي (یا د شلو لویو اقتصادونو) ډلې مشرانو د اتوار/یکشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې خپلې ټولې هڅې به وکړي څو د کروناوایرس داسې یو وېکسین جوړ شي چې په ټوله نړۍ کې خلک هغه ترلاسه کړی شي.
د جي ټونټي ډلې د سږکال آنلاین غونډې په پای کې دا قرارداد جاري شو چې د کووېډ-۱۹ د وېکسینونو، ټېسټونو، او علاج په برخه کې به "مونږ هېڅ کوشش ونه سپموو څو دا یقیني کړو چې ټولو خلکو ته هغه په برابره او ارزانه توګه د لاس رسي وړ وي.»
د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ چې څه موده مخکې په صدارتي انتخاباتو کې یې ماتې وخوړه، له هغه وروسته زیات په رسنیو یا جلسو کې ندی راښکاره شوی، خو د شنبې/خالي په ورځ یې د جي ټونټي په غونډه کې برخه واخیسته او د یکشنبې/اتوار په ورځ هم ټاکل شوې وه چې په دې آنلاین غونډه کې برخه واخلي.
د جي ټونټي کلنۍ غونډه د خالي په ورځ د سعودي عرب پاچا سلمان بن عبدالعزیز پرانېسته او په خپلې وینا کې یې د جي ټونټي ډلې په غړو هېوادونو غږ وکړ چې د نړۍ ټولو خلکو ته دې د کروناوایرس ارزانه او برابره لاس رسي یقیني کړي.
رایټرز خبري ادارې چې د جي ټونټي ډلې د سږکال غونډې مشترکه اعلامیه لیدلې ده، وایي چې په هغه کې د دې ډلې مشرانو ویلي: «مونږ د وېکسینونو په پراخه کچه ویشلو ته، د یو عالمي بشري خیر په سترګه ګورو.»
د جي ټونټي ډلې د مشرانو د دوه ورځېنۍ جلسې په اوله ورځ، تر ټولو زیات د کرونا په عالمي وبا او د هغه له امله د اقتصادي کساد په بحران خبرې وشوې. په جي ټونټي ډله کې هغه هېوادونه شامل دي چې پیداوار یې زیات دی او یا د نړۍ مخ په غټېدو اقتصادونه لري.
د دې ډلې مشرانو په داسې حال کې د کروناوایرس د وېکسینونو په برابرولو خبرې کړي چې دا وخت په ټوله نړۍ کې څه د پاسه اته پنځوس (۵۸) میلینه کسانو ته کروناوایرس لګېدلی او له دې امله څوارلس لاکه کسان مړه شوي دي.
د جي ټونټي ډلې مشران په دې فکرمند دي چې کرونا عالمي وبا به د دولتمنو او غریبانو ترمنځ فاصلې لا پسې زیاتې کړي. د دې پېښې سره د مقابلې په خاطر، یورپي اتحاد ټینګار وکړ چې د کووېډ-۱۹ په وړاندې یوې عالمي منصوبې سره ټولټال څلورنیم (۴.۵) بلینه ډالره مرسته وشي. ډبلیو اېچ او وایي، دا منصوبه د کروناوایرس د وېکسينونو، ټېسټونو، او دوایانو په جوړولو او ویشلو کې تیزي راوستی شي.
په دې کې د جرمني وزیراعظمې انګلا مېرکل د ۵۹۳ میلینه ډالرو وعده وکړه، د روس صدر ولاديمیر پوتین د خپل ملک جوړ شوی "سپوتنیک وي وېکسین" وړاندېز وکړ، او چین هم د وېکسینونو د جوړولو دپاره د مرستې آمادګي وښوده.