لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جي-7 په غونډه کې له ایران او اسرایل غوښتل شوي په سیمه کې دې له شخړې زیاتېدو ډډه وکړي


د ایران او اسرایل د شخړې له زیاتېدو سره د اوو صنعتي هېوادونو G7 د بهرنیو چارو وزیرانو پر ایران د نویو بندیزونو لګولو خبرداری ورکړی او نن د اپرېل پر 19مه یې له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتي چې په منځني ختیځ کې د کړکېچ د زیاتېدو مخه ونیسي.

د G7 په بیان کې ویل شوي، "د اپریل د 19مې د بریدونو د رپوټونو په رڼا کې، موږ له ټولو خواوو غواړو چې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره کار وکړي. G7 به دې کار ته دوام ورکړي."

د ایټلي، برتانیې، امریکې، فرانس، جرمني، جاپان او کېنېډا د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې دوی "له ایران او ورسره تړلو ډلو غواړي چې خپل بریدونه ودروي."

د G7 هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ایټلي په کېپري ټاپو کې له غونډې وروسته وویل، "موږ به د ایران حکومت د خپلو ناوړه او ناارامۍ جوونکو کړنو حساب ورکولو ته اړ کړو."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په ایران باندې د اسرایل د هوايي برید د رپوټونو په اړه ویلي چې په دې اړه کره معلومات نه شته.

بلینکن د G7 د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې له ګډون وروسته خبري غونډې ته وویل:

"زه د پېښو د راپورونو په اړه خبرې نه کوم... زه یواځې دومره ویلای شم چې زموږ او د G7 د ټولو غړو هڅه او تمرکز د تاوتریخوالي پر کمولو باندې دی."

بلینکن وویل امریکا د یرغل په هیڅ قسم بریدونو کې لاس نه لري، وایي د امریکې او د G-7 هیوادونو توجه د ممکنه شخړې مخه نیول دي او د هر قسم تاوتریخوالي کمول دي:

"تاسو ولیدل چې اسرایل باندې بریدونه وشول، او بې شکه مونږ دا یقیني‌ کوو چې اسرایل په موثره توګه خپله دفاع وکړي خو ورسره دې د شخړې له زیاتېدو او جنګ نه ډډه وکړي".

که څه هم ایران پر خپله خاوره د اسرایل برید ردوي او وایي یواځې په اصفهان ښار کې یې درې ډرون ویشتلي خو د امریکایي رسنیو په ګډون د ایټلي د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني هم نن د G7 غونډې ته ویلي چې اسرایل پر ایران تر برید مخکې امریکا خبره کړې وه.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG