لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 "گېم چینجر" د شاهد اپریدي گزار


د پاکستان د کرکټ پخواني نامتو لوبغاړي شاهد اپریدي د کرکټ په لوبډله کې د تیر کړي خپل وخت او ورسره د نور ملگرو لوبغاړو د سلوک په حقله د "گېم چېنجر" په نوم یو کتاب لیکلې دې.

الراونډر اپریدي په خپل کتاب کې د پاکستان د کرکټ انتظامیه یوه بیوسه اداره بللې ده او وايي هم دې بیوسۍ د میچ فکسرانو یا د کرکټ د جوارگرو د پاکستان ټیم ته ورننوتل ډیر اسان کړیدي.

د دې کتاب په راښکاره کیدلو د پاکستان د کرکټ د پخوانو نامتو لوبغاړو په حواله ډیرې متنازغه خبرې شورو شوېدي.

د پاکستان د انگریزۍ ژبې مشهور اخبار ډان د شاهد اپریدي د کتاب او په دې کې په نورو لوبغاړو په ځانگړې توگه په جاوید میانداد د لگولې شوو تورونو او د جاوید میانداد لخوا د دې تورونو د رد کولو پحقله یوه اداریه لیکلې ده.

د اداریې سرخط دې " د اپریدي گذار"

ډان لیکي دي، شاهد اپریدي کتاب په داسې وخت کې راښکاره شویدې هرکله چې د انگلېنډ خلاف کرکټ سیریز شورو کیدو واله دی او ورپسې هم دغلته د ورلډ کپ مقابلې هم دي.

په دې سبب ورلډ کپ له د تلو وړاندې د شاهد اپریدي په کتاب کې د لگولې شوې تورونو په رڼا کې د پخوانو واقعاتو او په دې کې د لړلې شوې کسان پوره جاج اخستل پکار دي.

شاهد اپریدې په خپل کتاب "گېم چېنجر" کې د کرکټ د ځینو ځلانده واقعاتو او ورځو ذکر کړیدی او د کراچۍ کرکټ کلب ته یې د عقیدت پیرزونې وړاندې کړېدي.

خو د کرکټ د کورونو جگړو او اختلافاتو ذکر یې هم کړی دی د کومو دلاسه چې د کرکټ قامي لوبې زنگ وهلې شوېده.

خو شاهد اپریدې لیکي چې د ټولو نه مهمه او زړه پورې خبره دا ده، چې د اختلافاتو او سازشونو باوجود د پاکستان کرکټ ټیم د نړۍ د سترو لوبډلو څنگ په څنگ ولاړ دې.

د شاهد اپریدي گېم چېنجر کتاب اپریدي او وجاحت سعید خان په شریکه لیکلې دې چې پکښې د ځینو زړه واقعاتو تصدیق شوېدی او د کرکټ په موضوع پکې نوي معلومات شریک کړې شویدي.

په دې کې له ټولو مهمه واقعه دې دواړه لیکوالانو، په کال دوه زره لسم کې د مظهر مجید د بدنامې معاملې په تفصیل سره ذکر کړیده.

د دې ناخوښه او بدرنگه واقعاتو بیانولو په وخت الراونډر اپریدي د پاکستان د کرکټ انتظامیه یوه بیوسه اداره بللې ده او هم دې بیوسۍ د میچ فکسرانو یا د کرکټ د جوارگرو د پاکستان ټیم ته ورننوتل ډیر اسان کړیدي.

ډان په خپله اداریه کې لیکي چې شاهد اپریدي په خپل کتاب کې د خپلو دوستانو او د هاغه کسانو چې د ده نه دي خوښ ښه ډاډه او په صفا ټکو کې ذکر کړیدې.

شاهد اپریدي په دې لړ کې په وسیم اکرم، وقار یونس او جاوید میانداد باندې ټکونه کړیدي.

ډان لیکي چې جاوید میانداد د شاهد اپریدي الزامونه رد کړیدي او د شاهد اپریدي او خپل مینځ کې فېصله یې روز محشر ته په پریښود ځان خلاص کړیدي.

د وقار یونس پحقله اپریدي لیکلی دي چې وقار یونس ټول وخت وسیم اکرم سره د کپتانۍ په سر کینه کې تیر کړیدې.

د کال ٢٠١٠ د سپاټ فکسنگ د بدنامې واقعې د ذکر کولو په موقع اپریدې وايي، چې دې د دې ټولې قیصه نه د وړاندې څخه خبر و.

په دغه بدنامه واقعه کې کپتان سلمان بټ، محمد اصف او محمد عامر ککړ وو. شاهد اپریدي په خپل کتاب کې د دې واقعې تفصیل څه داسې بیان کړیدې چې مظهر مجید خپل ټیلي فون د مرمت لپاره ده له ورکړې و اتفاق سره د مرمت دکاندار د ده یعني د اپریدي دوست وختو، او هغه ورته د پاکستان د لوبغاړه پحقله د مظهر مجید ټول میسجونه ښکاره کړل. اپریدی وايي چې دا د ټول میسجونه د ثبوت په توگه د وقار یونس پشمول د پاکستان د کرکټ انتظامې ته وړاندې کړل خو هغوي پې ځان ناغرضه کړو.

یاور سعید هم د دغه میسجونو په معامیله کې خپله بیوسي ښکاره کړې وه.

ژباړه : مختار خليل

Recommended

XS
SM
MD
LG