لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رابرټ گيټس : د افغانستان خبردارى ددرد څرگندونه ده


رابرټ گيټس : د افغانستان خبردارى ددرد څرگندونه ده
رابرټ گيټس : د افغانستان خبردارى ددرد څرگندونه ده

د امريکې ددفاع وزير رابرټ گيټس وئيلي دي چې دافغان صدر حامد کرزي لخوا داولسي وگړو په وژنه خبردارى هاغه درد څرگندوي چې افغان اولس ترې دتيرو ديرشو کلونو څخه تيريږي.
رابرټ گيټس وئيلي دي چې چرته داولسي وگړو دوژنې شريکې پلټنې ددواړو خواؤ لپاره اهمې دي هلته صدر حامد کرزي او افغان اولس ته په دې خبره پوهيدل پکار دي چې دنيټو په مشرۍ بين المللي پوځونه دهغوي ائتلافيان دي او په هيواد کې دروانې جگړې دختمولو لپاره هڅې کوي.
له دې وړاندې صدر حامد کرزي دنيټو پوځونو ته خبردارى ورکړى ؤ چې په کورونو به دبريدونو اجازه نۀ ورکول کيږي او وئيلي يې وؤ چې هغوي دې غاصب پوځونه نۀ جوړيږي.
هغه دغه بيان دغيرملکي پوځونو په بريدونو کې داولسي وگړو دوژنې داوسنۍ پيښې څخه وروستو ورکړى ؤ.
رابرټ گيټس وويل چې دطالبانو لخوا په بمي چاؤدنو کې 80 فيصده اولسي وگړي وژل کيږي.
دنيټو وياند وائي چې دافغان صدر حامد کرزي په انديښنه هغوي په سنجيدگۍ سره غور کوي او هره ممکنه هڅه به کولى شي چې په راتلونکي کې داولسي وگړو دوژنې پيښې رامينځته نۀ شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG