لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هندوستان کې د تبلیغي اجتماع په موقع کرونا وایرس د خپرېدو وروسته د مسلمانانو خلاف تعصب زیات شوی 


فيضان مصطفا د حیدراباد یونیورسټۍ د قانون استاز دی وايي تبلیغیانو د غیر ‌‌ذمه دارۍ مظاهره کړې وه چې اجتماع یې کوله خو هغه وویل هغه هندو تنظیمونو چې د تبلیغي اجتعماع په رنګ غونډې یې کړې ورته هیڅ وه نه وېل شوو
فيضان مصطفا د حیدراباد یونیورسټۍ د قانون استاز دی وايي تبلیغیانو د غیر ‌‌ذمه دارۍ مظاهره کړې وه چې اجتماع یې کوله خو هغه وویل هغه هندو تنظیمونو چې د تبلیغي اجتعماع په رنګ غونډې یې کړې ورته هیڅ وه نه وېل شوو

په داسې حال کې چې کرونا وایرس د دنیا په ګوټ ګوټ کې خپور شوی دی او د مخنیوي دپاره یې ګامونه اخیستل کېږي، په هندوستان کې کرونا وایرس د خپرېدو وروسته په هېواد کې مېشته مسلمانانو خلاف په تعصب کې اضافه شوي ده. دا خبره د وایس اف امریکا د تندروۍ د څارنې څانګې اېکسټریمزم واچ یو ورستي رپورټ کې کړې ده.

د هندوستان د صحت وزارت ویلي وو چې د کرونا وایرس ۳۰ فیصد کېسونه د مارچ په میاشت کې په نوي دلي کې شوي تبلیغي اجتماع سره تړلې دي او د دې وروسته ځېني سخت دریځه هندوانو په مسلمانانو حملې کړې دي او په مسلمانانو یې د "کرونا جهاد" الزام لګولی دی.

ځینې څیړونکي وايی کرونا وایرس مسلمانانو سره د تړلو په نتیجه کې به په هندوستان کې مذهبي کرکه نوره هم زیاته شي او که وایرس ختم هم شي نو د مسلمانانو خلاف به تشدد کېږي.

د امریکې د ډېلاویر ریاست یونیورسټي اف ډېلاویر د اسلام، سیاسي او د هندوستان د چارو کار پوهه پروفېسر مقتدر خان وايي په مسلمانانو د کرونا وایرس د خپرېدو يړه اچول نه یوازې خطرناک بلکې د تعصب کار هم دی. هغه وویل د هندوستان حکومت د نرمې رويي له امله تبلیغیانو خپلې هلې ځلې جاري وساتلې او د هندوستان د قوانین دلاندې حکومت د تبلیغیانو خلاف خو ګامونه واخیستل خو د سخت دریځه هندو ډلو خلاف یې څه نه دي کړي. هغه وویل هندي مطبوعاتو هم په ګنګوسو خپرولو کې کردار ادا کړی چې مسلمانان کرونا وایرس د خپرېدو ذمه وار دي.

د تېرې هفتې پورې په هندوستان کې د کرونا وایرس ۱۳۸۰۰ کېسونه رپورټ شوي وو او ۴۴۲ کسان ترې مړه شوي دي. دا شمېرې د امریکې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ د معلوماتو په بنیاد ښودل کېږي.

په هندوستان کې کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر د مارچ د ۲۴ نېټې څخه لاک ډاون پرځای کړی شوی دی خو ځینې مامورین د وایرس په لومړي پړاو کې د خپرېدو الزام په تبلیغي جماعت لګوي.

د نوي دلي په وېسټ نظام الدین علاقه کې د مارچ د میاشت د ۱۳ نه تر د ۱۵ نېټې پورې شوي اجتماع کې د اندازې ترمخه تر ۲۰۰۰ پورې کسانو برخه اخېستې ده.

د غونډې وروسته د اجتماع په مشر مولانا سعد کندهاوي کرونا وایرس په اړه د حکومتي ضابطو د خلاورزۍ، اقدام قتل او غیرقانوني پېسو ته د قانوني رنګ ورکولو دفعې لګول شوي دي.

د هندوستان د خارجه وزارت یو چارواکي ویکاس سوا روپ تېره هفته یوې خبري غونډې ته وویل چې د وزیراعظم نرندره مودي حکومت مجبور شوی و چې د تبلیغي جومات نوم واخلي. خو ځینې ماهرین وايي د حکومت دعوې کرونا وایرس د خپرېدو په اړه د شمار شمېرو سره سمون نه خوري.

په واشنګټن کې کاونسل اف فارن ریلېشنز نومې ادارې څیړونکي الیشا ایرز وايي په داسې حال کې چې په ټول هندوستان کې د کرونا ټېسټونه نه دي شوي د مسلمانانو په اړه دغه شمېرې کره نه دي. هغې وویل چې ویره لري چې مذهب نه د "قریانۍ ګډوری" جوړول کیږي.

هندي مطبوعاتو کې د مسلمانانو د ویرول کېدو او رپورټونه زیات شوي دي او د وي او ای د اېکسټریمیزم واچ یا د تندروۍ د چارنې څانګه وايي د ویرول کېدو دلاسه لږ تر لږه د ځان وژنې درې کېسونه او د خلکو د بې روزګاره کېدو رپورټونه مخې ته راغلي دي.

د نوي دلي سره نژدې په بهوان کلي کې ۲۲ کلن محبوب علي په داسې مهال د هندوالو یوې ډلې ووهلو چې په هغه دا الزام ولګول شوي چې قصداً په غیر مسلمو کې کرونا وایرس خپروي. او د مسلمانانو په هغه ډله د کرکټ بېټونو حمله وشوه چې ضرورت مندو خلکو ته یې خوراک وړلو.

د واکمنبهارتیه جنتا پارټظ د کرناټکا ریاست اسمبلۍ غړي اېم پي رینوکا چاریا د اپرېل د اوومه نېټه مطبوعاتو ته وویل تبلیغیان کرونا وایرس لکه د "ترهګرۍ" خپروي.

یوه ورځ د بهارتیه جنتا پارټۍ یو مشر او د مهاشټرا ریاست پخواي اعلا وزیر دویندره فادنوېس د تبلیغي اجتماع برخه وال د "انساني بمومونو" په نوم یاد کړل.

د حزب اختلاف انډین نېشنل پارټۍ چې مشري یې سونیا ګاندهي کوي د تبلیغي اجتماع په اړه څه بیان نه دی ورکړی.

فيضان مصطفا د حیدراباد یونیورسټۍ د قانون استاز دی وايي تبلیغیانو د غیر ‌‌ذمه دارۍ مظاهره کړې وه چې اجتماع یې کوله خو هغه وویل هغه هندو تنظیمونو چې د تبلیغي اجتعماع په رنګ غونډې یې کړې ورته هیڅ وه نه وېل شوو.

هغه وویل تېره هفته ۱۸۰۰ ګجراتي هندوان په هاریوار کې ګیر شوي وو خو هغوی د راویستلو دپاره ۲۸ پرتعیش بسونه ولیږل شو خو "تبلیغیانو ته دا ډول سهولت نه و ورکړی شوی."

Recommended

XS
SM
MD
LG