لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

گوادر : په امنيتي پوسته حمله کې ٧ عسکر وژل شوي دي


دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په ساحلي ښار گوادر کې دخالي په سحر دکوسټ گارډز په يوه پوسته ترسره شوې حمله کې ٧ عسکر وژل شوي اؤ ٧ نور ژوبل شوي دي.
وسله والو جنگيالي دپاکستان –ايران په سرحدي سيمه سنستر کې دخالي په ورځ په چيک پوسټ دحملې کولو وروستو نزدې غرونو ته په تيښته کې بريالي شوي دي.
صوبائي داخله سيکرټري اکبر حسين دراني پيښه کې د٧ؤ عسکرو دوژل کيدو پخلى کړى اؤ وئيلي يې دي ، که هر څو ددغه حملې ذمه واري چا په غاړه نۀ ده اخستې ، خو باور کيږي په سيمه کې فعاله بلوڅ بيلتون خوښو دغه بريد کړى دى.
هغه وويل دسنستار سيمه کې دموجود کوسټ گارډز په چيک پوسټ په راکټونو اؤ نورو درنو وسلو سره حمله شوې ده.
پيښه کې ژوبل عسکر دعلاج لپاره گوادر ته رسول شوي دي، چې دغلته دهسپتال دانتظاميې ترمخه ددريوؤ عسکرو حالت سخت دى.
دپيښې وروستو دبريد ځايې ته په گڼ شمير کې امنيتي ځواکونه رسيدلي اؤ دلټونې عمليات يې پيل کړي.
دگوادر سره نزدې يو کال دمخه تندلارو ديو بريد مهال ١٠ کوسټ گارډز وژلي وؤ.
XS
SM
MD
LG