لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ریټاېرډ جنرال خالد شمیم واېیں په ټریفیکي پیښه کې مړ شوی


د پاکستان د ګډو ځواکونو پخوانی مشر ریټاېرډ جنرال خالد شمیم واېیں په یوه ټرافیکي پیښه کې مړ شوی.

د پاکستان انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان تر مخه خالد شمیم واېیں سره د خپل ځوي او یو ملګري د راولپنډۍ ښار نه لاهور ته روان وو، چې په لاهور اسلام اباد موټر وی یا لوې سړک د چکري انټرچینج سره نژدې يې د ګاډي ټاېر چاودیدو لکبله د بدې پېښې سره مخ شو.

د موټروی پولیسو تر مخه په دغه پېښه کې خالد شمیم او د هغه ملګری مړه او د هغه ځوې او ډراېور سخت ژوبل شوي. د پولیسو په وینا د دغه پېښې وروستو ټول کسان د راولپنډۍ پوځي هسپتال یا سي ایم ایچ ته وړل شوي وو او په هسپتال کې يې ژوند د لاسه ورکړو.

پخوانی جنرال خالد شمیم واېیں د اکتوبر کال ۲۰۱۰م نه د اکتوبر کال ۲۰۱۳ پورې د پاکستان د ګډو ځواکونو یا جواېنټ چیف اف سټاف مشر وو.

د پاکستان په پوځ کې د خپل کار په وخت جنرال خالد شمیم واېیں چیف اف جنرل سټاف، د سدرن کمانډ کمانډر او ډپټي چیف اف سټاف هم پاتې شوی وو. سره د دې خالد شمیم د بلوچستان په سرښار کوټه کې د سکول اف انفنټري او ۴۱ انفنټري ډویژن کوټه کمانډر هم پاتی وو.

XS
SM
MD
LG