لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که پاکستان په طالبانو فشار زيات نه کړو نو ډیر څه به بايلي: جنرال نیکولسن


په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو مشر جنرال جان نیکولسن ویلي که پاکستان زمونږ په دښمنانو فشار سېوا کړي او د امریکا غوښتنو سره سم ګامونه پورته کړي نو یو شمیر ګټې به اومومي او که داسې وه نه کړي نو د ډیر څه به د لاسه ورکړي.

په برسلز کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې وروستو د وي او ای سره په یوه ځانګړې مرکه کې ښاغلي نیکولسن ویلي د صدر ټرمپ د افغانستان او سویلي اسیا په اړه تګلارې وروستو په لویه کچه څو څو وارې د پاکستان سره خبرې اترې شوي دي.

ښاغلي جان نیکولسن زیاته کړې ٫٫ ډیر زر به د امریکا د دفاع او بهرنو چارو وزیران د پاکستان سفر کوي او دپاکستاني چارواکو سره به نورې مهمې خبرې کوي.٬٬

د امریکايي ځواکونو مشر دا هم په ډاګه کړې چې امریکا او پاکستان نه غواړي چې دغه خبرې اترې په ډاګه یا ښکاره شي. خو زیاتوي ٫٫ که پاکستان زمونږ په دښمن فشار زیات کړي ډیرې ګټې به ترلاسه کړي. خو که چرې داسې وه نه کړي نو د ډیر څه به د لاسه ورکړي.٬٬

په افغانستان کې روان کال د جګړې سېوا کیدو او راروان کال د افغان عسکرو او امریکايي پوځ د پلان په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د ناټو او امریکايي ځواکونو مشر ویلي مونږ غواړو چې راروان کال تشدد او جګړه کمه شي خو دا خبره کول به د وخت نه وړاندې وي.

جنرال جان نیکولسن وړاندې ویلي ٫٫ راروان کال د جګړې او تشدد د کموالي انحصار په پاکستان دی، که چرې پاکستان په خپله خاوره د افغانستان او امریکا دښمنانو باندې فشار سېوا کړي، دوي دې ته پرې نږدي چې بیا را یو شي او جګړې ته ځان تیار کړي، دوي ته نور پناه ځایونه ور نه کړي نو د افغانستان جګړه کمیدی شي.٬٬

ښاغلي جان نیکولسن خبرداری ورکړی که چرې پاکستان دغه کار وه نه کړو نو راروان کال په افغانستان کې یو بل د جګړې ډک کال کیدی شي. ښاغلي نیکولسن ویلي افغان عسکر او امریکايي پوځ به په دښمن فشار سېوا کوي او ځه ګڼم راروان کال به د طالبانو لپاره یوسخت کال وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG