لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل ياسين شمالي وزيرستان کې د عملياتو کولو خبر رد کړی


جنرل ياسين دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې تيره ورځ دامريکا پوځي مشر ايډمرل مائيک مولن هم يو ټي وي سره خبرو کې وئيلي وؤ چې دپاکستان حکومت به شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کوي
جنرل ياسين دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې تيره ورځ دامريکا پوځي مشر ايډمرل مائيک مولن هم يو ټي وي سره خبرو کې وئيلي وؤ چې دپاکستان حکومت به شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کوي

د پيښور کورکمانډر جنرل اصف ياسين ملک دشورو په ورځ په ميډيا کې خپارۀ شوي هاغه راپورونه رد کړي چې گنې پاکستان به په شمالي وزيرستان کې دامريکائي گټو پوره کولو دپاره پوځي عمليات پيل کوي او وائي چې پاکستانى پوځ په شمالي وزيرستان کې دکومو عملياتو تياري نۀ کوي.
په خيبرپښتونخوا او قبائیلي سیمو کې دټولو پوځي د کارروائيو څارنې کوونکي کمانډر ليفټننټ جنرل اصف ياسين ملک خبريالانو ته وئيلي دي چې دوي به په شمالي وزيرستان کې عمليات هاغه وخت پيل کوي کله چې يې پخپله وغواړي.
دقبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ په محمد گټ سيمه کې دخبرو په مهال جنرل ياسين وويل چې دشمالي وزيرستان دعملياتو په حقله ميډيا کې زيات بې اساسه خبرونه دي.
جنرل ياسين شمالي وزيرستان دڅواوونيو وړاندې په پرتله يوه امن ناکه او باثباته سيمه وگرځوله او وې وئيل چې دوي به په شمالي وزيرستان کې عمليات هاغه مهال پېل کوي کله چې دغه عمليات دوي په ملي گټه وي.
ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايا په شمالي وزيرستان کې پوځي عملياتو پيل کيدو ته ضرورت محسوسيږي ياسين وويل چې کيدى شي باالاخره دوي شمالي وزيرستان ته لاړ شي.
هغه وويل چې شمالي وزيرستان کې حالات پرله پسې ښۀ کيږي او په رزمک سيمه کې جوړ کيډټ کالج کې هم دتعليمي هلو ځلو دوباره اغاز شوى دى.
جنرل ياسين په ډاگه کړه چې پاکستانى پوځ په مختلفو ډلو که هغه د افغاني طالبانو دحقاني نيټ ورک وي يا دپاکستاني طالبانو تحريک چا کې هم فرق نۀ کوي او دهيواد لپاره دخطرې گڼل کيدونکو ټولو تندلارو په ضد کارروايۍ کولى شي.
په قبائيلي سيمو کې دکوم بل هيواد دپوځونو سره يو ځايې دعملياتو کولو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې جنرل ياسين وويل چې دشريکو عملياتو سوال نۀ پيدا کيږي ، مونږ پخپله هرشان توان لرو.
هغه وويل چې افغانستان کې دنيټو او مقامي پوځونه دخپلې قبضې لاندې سيمو کې دتندلارو په ضد موثره کارروائيو کې ناکامه شوي چې ددې په وجه تندلاري دپولې دې غاړې پاکستان ته په داخليدو کې کاميابيږي.
جنرل ياسين دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې تيره ورځ دامريکا پوځي مشر ايډمرل مائيک مولن هم يو ټي وي سره خبرو کې وئيلي وؤ چې دپاکستان حکومت به شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کوي او ددغو عملياتو پلان ته غوڅ شکل ورکړل شوى دى.
دامريکې خارجه وزيرې تيره اوونۍ داسلام اباد پخپله دوره کې په پاکستان ټينگار کړى ؤ چې القاعده ته دې دماتې ورکولو لپاره فيصله ايز گامونه واخلي.
امريکا څو څو ځله پاکستان څخه په شمالي وزيرستان کې دموجودو سلگونو جنگيالو په ضد دپوځي عملياتو غوښتنه کړې خو پاکستان دريځ لري چې دغه عمليات به دمناسب وخت په رارسيدو او خپلو ملي وسيلو ته په کتلو سره پيل کوي او وائي چې ددغه مقصد لپاره دوړاندې څخه په شمالي وزيرستان کې خپل 140,000 پوځيان لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG