لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د جنرل ضېاء باقېات



فاروق فراق
د پاکستان پخوانې پوځی جرنېل ضېاءلحق ۲۵ کال وړاندې په اولسم اګست د جاز غورځېدو په ېوه پېښه کښې وژل شوې وو اؤ سېړونکی واې د ضېاء باقېاتو نن هم پاکستان په لړزان کړې.

ضياء الحق مړ نۀ دى
دپيښور پوهنتون دانټرريليشنز دڅانگې مشر اعجازخټک وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره په خبرو کې وئيلي دي چې” ضياء الحق مړ نۀ دى؛،بلکې هغه چې کوم فکر لرلو، نن هم دخپل هاغه فکر په تناظر کې ژوندى دى،دغه فکر ليدى کيږي ، اوريدل کيږي اؤ محسوسيږي“داعجاز خټک په وينا” په پاکستان کې که هر څو دمذهبي تندلاريتوب جذبات ددې هيواد دبنياد ايښودل کيدو څخه دمخه اؤ وروستو هم ؤ، خو دجنرال ضياء په دور کې دغه مذهبي فکر بلوغت ته ورسيدو اؤ پخې جرړې يې وکړې.“ اعجاز خټک وويل ” کله چې دپاکستان دازادۍ دپاره غږ پورته کيدو، نو هاغه مهال هم دمذهب نعرې وهل شوې وې اؤ دغسې مونږ وئيلى شو، چې دغه سوچ ډير دوړاندې څخه دلته موجود ؤ، خو جنرال ضياء دخپلې واکمنۍ په دوره کې دغه فکر ته وده ورکړه اؤ هرخه ته يې دمذهب په تناظر کې کتل پيل کړل“
دهغه په وينا” دضياء په مارشلا ئي دور کې سياسي گوندونه اؤ ميډيا دقدغنونو لاندې راوستل شوي وؤ، جمهوريت ته په سپکه سترگه کتل کيدل، سياسي ورکران په جيلونو کې اچول کيدل ، خو دجماعت اسلامي په څير ځينې نور هاغه گوندونه چې دضياء داسلام نعرې ته يې تقويت ورکولو، جنرال ضياء دغه رقم خلک راوړاندې کړل اؤ دتندلاريتوب فکر يې په مخکې بوتلو چې نن يې نتيجه دهرچا په وړاندې ده. “

نن هم دضياء هاغه فکر په تندلارو کې ليدل کيږي

دپيښور پوهنتون دسيمه ييزو مطالعاتو دمرکز مشر ډاکټر سرفراز دجنرال ضياء الحق دور دامريت دور يوه نمونه بولي اؤ وائي” هغه يو داسې امر ؤ چې دائين اؤ قانون په ماتولو سره يې په زوره په خلکو داسلام په نوم داسې ظالمانه قوانين نافذ کړي وؤ چې دهغې په اساس په انسانانو ظلمونه کيدل ، خلک په کوړو وهل کيدل ، سياسي فعالين جيلونو ته اچول شوي وؤ اؤ ميډيا دقدغنونو لاندې نيول شوې وه. “
ډاکټر سرفراز زياته کړه” جنرال ضياء دخپلې واکمنۍ په دوره کې دځان په گټه شيان دمذهب په نوم حلال اؤ په تاوان شيان يې په تاوان گرځول “
هغه وائي” نن هم دضياء هاغه فکر په تندلارو کې ليدل کيږي اؤ ددغه فکر خلک خپلو گټو دپاره خپل نظر په خلکو دټوپک اؤ وسلې په زور عملي کوي“

هغه په کال ١٩٧٧م کې دهاغه وخت دپاکستان دمنتخب وزيراعظم ذوالفقارعلي بهټو دحکومت تخته نسکوره کړې اؤ په ملک کې يې مارشل لاء لگولې وه ، دمارشل لاء پځايې کولو څخه وروستو نوموړي دهيواد دصدارت چوکۍ هم پخپل لاس کې ونيوله.
په ١٩٧٧ کې په پاکستان کې قومي اتحاد، په ټولټاکنو کې ددرغلۍ کيدو تورونه ولگول اؤ هاغه مهال دوزيراعظم ذوالفقارعلي بهټو خلاف دټول هيواد په کچ داحتجاجونو لړۍ پيل شوه، اؤ هم دغه په پاکستان کې دسياسي حالاتو دخرابيدو رده گڼل کيږي.
دپيلز گوند اؤ قومي اتحاد ترمينځ څو کرته مذاکرات هم شوي وؤ، خو دمذاکراتو کاميابيدو څخه دمخه دخرابو حالاتو څخه په گټې اخستو جنرل ضياء الحق ملک کې دمارشل لاء پځايې کولو اعلان وکړو، دهيواد ائين يې ونۀ ځنډولو اؤ اعلان يې وکړو چې دهغه داقداماتو مقصد په ټول هيواد کې ددريوؤ مياشتو دننه روڼ انده ټولټاکنې کول دي.
خو وروستو دنورو پوځي حکمرانانو په څير دجنرل ضياء دغه ٩٠ ورځې هم ١١ؤ کالو ته وغځيدې ،
په پينځمه جولا ئي کال ١٩٧٧ کې چې کله جنرل ضياء الحق دچيف مارشل لاء ايډمنسټريټر په توگه اقتدار سمبال کړو ، نو هغه داسلام داحياء نعره پورته کړه، دهغه په دغه دور کې پاکستان کې اسلامي تندلاريتوب سرپورته کړى ؤ چې د څيړونکو په خيال نن يې دپاکستان اؤدنړۍ دامن دپاره يو خطرناک شکل اختيار کړى دى .
هغه دپاکستان په تاريخ کې دريم حکمران ؤ چې مارشل لاء يې نافذ کړې وه.
دمارشل لاء لگولو څخه وروستو ذوالفقارعلي بهټو سخت مزاحمت وکړو، چې دهغې له امله نوموړى ونيول شو اؤ په هغه يوه دقتل مقدمه سوره کړل شوه.
په دغه مقدمه کې هائيکورټ وزيراعظم ذوالفقارعلي بهټو ته دمرگ سزا واوروله اؤ سترې محکمې يې هم تائيد وکړو.
تاريخ ليکونکي وائي بهټو ته عدالت څخه دمرگ په سزا ورکولو کې دجنرل ضياء مهم کردار پاتې شوى ؤ.
په څلورم اپريل ١٩٧٩ کې بهټو په دار وخيژول شو اؤ نن هم څيړونکي دهغه پهانسي کول يو عدالتي قتل گرځوي.
دبهټو له وژنې وروستو مارشل لاء نور هم دوام وموندو اؤ دغه رنگ ضياء الحق په دې هڅه کې مصروف پاتې شو ، چې دذوالفقارعلي بهټو گوند پاکستان پيپلز پارټي داقتدار څخه په ډډه وساتي.
ددغه مقصد دپاره هغه دروڼ انده ټولټاکنوڅخه ډډه کوله اؤ پرله پسې داليکشن خپلې ژمنې يې سرته نۀ رسولې.
دخپل حکومت په مهال ضياء الحق دشوکې، ډاکې ، زنا، دشرابو دمخنيوي ، دزنا دتور اؤ دکوړو دسزاگانو متعلق حدود ارډيننس اؤ زکات ارډيننس نافذ کړي وؤ.
هغه وفاقي شرعي عدالت هم جوړ کړى اؤدقاضيانو محکمې يې فعاله کړې وې.
دضياء دامريت په دور کې دقران اؤ سنت دتعليماتو مطابق دفيصلو کولو لپاره فيډرل شريعت کورټ جوړ کړل شوى ؤ، چې دښکتنو اؤ هائي کورټونو دفيصلو خلاف اپيل دغه شريعت کورټ ته کولى شو.
دهغه په دور کې درسالت دتوهين سزا دعمري بند پځايې مرگ وگرځولى شو.
ضياء الحق په کال ١٩٨٠م کې خپله مجلس شورا ټاکلې وه، دغه يو اسلامي پارليمنټ ؤ چې دقومي اسمبلۍ پځايې يې دپاکستان دپارليمنټ کردار ادا کولو، دهغه په شورا کې شامل غړي زياتره، دانشوران، سکالران، علماء کرام،خبريالان، اقتصاد پوهه اؤ نوره پيشه خلک وؤ چې دژوند دبيلا بيلو څانگو سره يې تعلق لرلو.
همدغه شان نور گڼ اسلامي پروگرامونه شروع کړل شوي چې پکې مطالعه اسلام اؤ دعربۍ ژبې تعليمات لازمي کړل شوي وؤ، مطالعه پاکستان اؤ مطالعه اسلام دبي اى، بي ايس سي، انجنئيرنگ، ايم بي بي ايس لپاره لازمي کړل شول.
دهغه په واکمنۍ کې په علماء کرامو مشتمل يو شريعت کونسل جوړ کړل شوى ، چې مقصد يې درياست ائيني اؤ قانوني معاملې څارل اؤ داسلامي سوچ سره سمول وؤ.
ميډيا هم په نخښه کړل شوې وه، په خصوصي توگه ټيلي ويژن داسلامي کمپائن لاندې راوستل شوى ؤ، عربي خبرونه په ټي وي اؤ ريډو دواړو لوستل ضروري وؤ، ښځينه اينکرانو لپاره په لوپټو دسرونو پټول ضروري وؤ، دنمونځ دوختونو ديادونې لپاره په لمړي ځل په ټي وي اؤ ريډيو پينځه وخته اذان کول هم په دغه دور کې شروع شول.
په وسله والو پوځونو کې دمذهبي ښوونکو حيثيت دکميشينډ افسر پورې لوړ کړل شو.
څومره ، څومره چې حکومت خپل اسلامي گامونه مخ په وړاندې وړل، هم هاغه هومره دجوماتونو په شمير کې اضافه هم وشوه.
دروژې دمياشتې دتقدس لړ کې صدارتي حکمنامه متعارف کړل شوه، چې ترمخه يې په اولسي ځائيونو دروژې په مياشت کې په خوراک څښاک پابندي ولگيده، دنمونځ دمنظم کولو لپاره دنظام صلواته په نوم يو پروگرام شروع کړى شو.
دضياء حکومت پاکستان کې په لمړي ځل حدود ارډيننس متعارف کړو ، چې مقصد يې ، دشرابو، غلا اؤ زنا لپاره دقران اؤ سنت لخوا په مقرر کړل شوؤ سزاگانو عمل درامد ؤ، ددغه ارډيننس ترمخه يو مجرم ته به دکوړو، بند اؤ په ځينو کيسونو کې دسنگساريدو سزا ورکړل کيده.

دښځو لپاره کور يا گور
دضياء په اسلامي قوانينو کې دښځو لپاره قوانين هم شامل ؤ، ضياء د” کور يا گور“ نظريه و ړاندې کړه اؤ ددې اطلاق به په ښځو کيدو .
په ٢٧م ستمبر کال ١٩٨٢م کې صدر ضياء الحق يوه ايگزيکټيو فيصله جاري کړه چې ترمخه يې داولس په مينځ کې دبدامنۍ، ويرې يا نااميدۍ خورونکو لپاره دمرگ دسزا ورکولو اجازت ؤ.
دضياء الحق دامريت په دور کې افغانستان کې دجهاد په نوم شروع کړل شوې جگړې وده ومونده اؤ په دغه جگړه کې پاکستان دامريکا اتحادي جوړ شو، چې له دې امله دټولې دنيا څخه جهاديان پاکستان ته ورجمع کيدل، ترڅو هغوي دافغانستان څخه دروس قبضه ختمه کړل شي.
دضياء الحق دپاکستان دتاريخ يو تورتم دور گڼل کيږي په دغه مهال په پاکستان کې درايې په څرگندونه په بشپړ ډول بنديز لگيدلى ؤ، په ورځپاڼو بيلا بيلې پابندۍ وې، صحافيان دتشدد ښکار کيدل اؤ په کوړو دوهل کيدو ترڅنگ جيلونو کې اچول شوي وؤ.
دپيپلز پارټۍ کارکنان هم دتورو تمبو شاته اچول شوي وؤ اؤ دتشدد سره مخ کيدل، ددغه مارشل لاء په ضد پورته کيدونکى هر غږ به دطاقت په زور غلى کولى شو.
دپاکستان موجوده وزيراعظم ميانوازشريف هم د جنرال ضياء دامريت په وده کې د سياسي لوبغالي لوبغاړى جوړ شوى ؤ .

نوازشريف د ضياء فکري وارث

نوازشريف چې جنرال ضياء الحق به ورته د خپل ځوئ نسبت ورکولو د جنرال ضياء د وژل کيدونه پس د هغۀ په قبر جوړې شوې دستورې ته په وينا کې ځان د جنرال ضياء فکري وارث گرځولى ؤ خو کله چې د ضياء د پوځي واکمني څخه وروستو په پاکستان کې يو ځل بيا جمهوريت خپل سفر پيل کړو نو ښاغلي شريف هم ورو ورو ځان د ضياء الحق د فکري صف څخه رانغاړلو اؤ نن چې د ضياء په مزار کله په اوولسم اگست د جنرال ضياء الحق ځوئ اعجاز الحق د يو څو کسانو سره حاضري کوي نو د ضياء فکري وارث ورسره نۀ ليدل کيږي.
XS
SM
MD
LG