لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جيو او جنگ په خپلو کړو معافي غوښتې


خبري ادارې په خپل بيان کې وئيلي چې تل يې د پاکستان د پوځ قربانو ته د قدر په سترگه کتلي ، او دا خبره د ادارې د پاليسۍ برخه پاتې شوې ده
خبري ادارې په خپل بيان کې وئيلي چې تل يې د پاکستان د پوځ قربانو ته د قدر په سترگه کتلي ، او دا خبره د ادارې د پاليسۍ برخه پاتې شوې ده

د پاکستان شخصي مطبوعاتې ادارې جيو ټيلي ويژن نيټ ورک او جنگ گروپ د خپلې ادارې د انگريزۍ او اردو ژبو په ورځپاڼو کې نن د گل په ورځ په لمړي مخ د پاکستان د استخباراتي ادارې ائي ايس ائي او پوځ نه معافي غوښتې ده .
د اپريل د مياشتې په ۱۹م نيټه چې په کراچۍ ښار کې په نوميالي صحافي حامد مير باندې د وژونکې حملې وروستو ادارې او د حامد مير د ورور لخوا په ائي ايس ائي او د دغې ادارې په مشر لفټننټ جنرال ظهيرالاسلام تور پورې کړی شوی ، او تر څو ساعتو پورې په جيو ټي وي دغه سلسله د ائي ايس ائي د مشر د عکس سره چلېدلې وه .
د مطبوعاتي ادارې لخوا په خپور شوي بيان کې منل شوې ، چې په ۱۹م اپريل باندې حامد مير باندې د شوې حملې وروستو د ادارې نشريات د حد نه اوړيدلي ، خفگان رسوؤنکي او جذباتي ؤ . او په دغې اړه د چليدونکو خپرونو څخه د يو مهم تاثر راولاړ شوی ؤ . ادارې په خپلو نشرياتو د ائي ايس ائي ادارې ، د دغې ادارې مشر لفټننټ جنرال ظهيرالاسلام د هغو د کورنو، پوځ سره تړلوکسانو او کتونکو نه معافي غوښتې ده .
خبري ادارې په خپل بيان کې زياته کړې چې تل يې د پاکستان د پوځ قربانو ته د قدر په سترگه کتلي ، او دا خبره د ادارې د پاليسۍ برخه پاتې شوې ده . او وئيلي يي دي چې زمونږ نيت کله هم د کومي ادارې يا شخصيت د بدنامۍ يا د هغو د سپکاوي نه دی پاتې شوی .
په جيو ټي وي د ائي ايس ائي او د دغې ادارې د مشر په ضد حامد مير باندې د شوې وژونکې حملې د تور لگيدو د خبر چليدو وروستو د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي ايس پي ار لخوا غبرگون مخې ته راغلی ؤ ، او دغه تورونه يې بې بنياده او گمراه کن گرځولي وو .
دغه رنگ په جيو ټي وي باندې د دغو نشرياتو چلېدو وروستو د نورو ځايي ټيلي ويژن چينلو ، صحافيانو او ځيني سياسي حلقو لخوا نيوکې هم شوې وې . او بيا د جيو نيټ ورک په ضد د مذهبي او ځيني سياسي پارټو چې د عمران خان تحريک انصاف پارټي پکې په سر کې وه ، د ملک په بيلابيلو برخو کې احتجاجې مظاهرې کړې او د دغې ادارې د بنديز غوښتنه يې کوله .
او بيا د دفاع وزارت لخوا پاکستان کې په اليکټرونک ميډيا باندې د نظر ساتلو ادارې ( پيمرا) ته د جيو ټي وي په ضد د کارروائۍ خواست شوی ، او په دغې خواست د کارروائۍ دپاره پيمرا يو کميټي جوړه کړې وه .
تيره اوونۍ د دغې کميټۍ درې غړو د جيو ټي وي په ضد خواست باندې د غور کولو وروستو مطبوعاتو سره خبرو کې د جيو ټيلي ويژن نيټ ورک د درې چينلو د لائسنسونو معطل کولو وئيلي ؤ ، ولې وروستو د پيمرا وياند لخوا دغه غونډه غيرقانونه گرځول شوې وه .
شخصي خبري اداره جيو نيټ ورک په ورستيو کې هغه وخت لا د نورو نيوکو لاندې راغله ، چې کله په جيو انټرټينمنټ باندې چليدونکې يو پروگرام کې د پيغمبر اسلام د کورنۍ د غړو د سپکاوي تور ولگيدو .
او بيا د دغې ادارې په ضد د احتجاجونو او مظاهرو لړۍ لا نوره وغزيده . که څه هم د جيو نيټ ورک او د دغې پروگرام کوربنې په خپلو کړو معافي غوښتې وه .
په ورستيو کې د شخصي خبري ادارې جيو او جنگ لخوا داسې خبرونه هم مخې ته راغلي ، چې اداره او د ادارې سره تړلي صحافيان غړي د يو شمير ستونځو او حملو په رنگ گواښونو سره مخ شوي . او نن په جنگ ورځپاڼه کې لگيدلي يو خبر کې وئيل شوي ، چې د پنجاب صوبې په سر ښار لاهور کې نامالومه کسانو د ادارې د اخبارونو ډک گاډی هم سوزلی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG