لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

یو رېښتونی امریکايي ـ جارج اېچ ډبلیو بش


د امريکا پخوانی صدر جارج اېچ ډبليو بش د جمعې په ماسخوتن د ۹۴ کالو په عمر کې مړ شوی، د بش دفتر د هغه د مړينې خبر ورکړی دی. جارج اېچ ډبليو بش د امریکا ۴۱م صدر او د پخواني صدر بش جونیر پلار وو.

صدر جارج ډبلیو بش په یوه شته منه کورنۍ کې پېدا شوی، د خپل هیواد لپاره د عزت، فرض او خدماتو احساس لرونکی چې په ۲۰ پيړۍ کې د ۶۰ کالو نه زیات وخت پورې د ملک لپاره خدمات تر سره کړي تیره ورځ د ټېکساس په هیوسټن کې مړ شوی.

په کال ۱۹۸۹م کې د امریکا د صدارت څوکۍ ګټلو وړاندې نوموړي د خپل سیاسي ژوند په سفر کې څو څو وارې په انتخاباتو کې ګټه او بیلات لیدلي وو. نوموړي په ۱۹۹۲م کې په دوېم ځل لپاره صدارتي ټاکنې بیللې.

په سپینه ماڼۍ کې په خپل څلورکلني دور کې جارج اېچ ډبلیو بش لومړی په پانامه کې د پوځي عملیاتو پیلولو امر ورکړی وو چې په دغه هیواد کې د نشي قاچاق لوې قاچاقبر د واکه لرې کړي. وروستو ددغې يې د عراقي پوځي امر صدام حسین لخوا د کویت د قبضې ختمولو لپاره امریکايي عسکر منځني ختیځ ته واستول. د دغه فیصلې په وخت د جارج اېچ ډبلیو بش د امریکایي اولس ترمنځه خوښي ۸۹ سلنه وه او دغه وخت د نوموړي د مشرۍ تر ټولو ښه وخت ګڼل کیدله او په واشنګټن ډي سي کې د دغه مشن د کامیابۍ وروسته لویه اتشبازي شوې وه.

خووروسته بیاد مشر بش لخوا په کویت دغه برید دومره لویه کامبابې نه ګڼل کیدله کله چې عراقي عسکر بیرته خپل هیواد ته په شا شول او د صدام حسین د نیولو یا وژلو پرځاې هغه په واک کې پاتې شو. د عراق صدر صدام حسین بیا په کال ۲۰۰۳ کې د جارج اېچ ډبلیو بش ځوي جارج بش په واکمنۍ کې د واک اختیاره لری کړی شو.

مشر بش ویلي وو د کویت په جنګ کې هغه د عراقي حکومت د ختمولو فیصله رد کړی وه ځکه د دغې فیصلې به ډیر بد سیاسي تاوان وی او ډیرو خلکو به خپل ژوند د لاسه ورکړی وو.

د خپل هیواد سره بې کچه مینه د مشر بش په ژوند کې د ځوانۍ راهسې وه او په ۱۹۴۲م کې د امریکا په سمندري ځواک کې د ۱۸ کالو په عمر کې د یو جنګي پاېلټ په توګه شامل شوی وو. نوموړي په دویم نړیوال جنګ کې هم برخه اخستې وه او د ۱۸ کالو په عمر کې يې په جاپان بریدونه کړي وو.

د خپل سیاسي ژوند په سفر کې جارج اېچ ډبلیو بش لومړی په ۱۹۶۶م کې د امریکا د استازو د اېوان غړی منتخب شوی او په ۱۹۷۰م کې يې بيا د سېنېټ انتخابات بايللي وو.

په ۱۹۷۱م کې په ملګرو ملتونو کې رچرډ نېکسن د ملګرو ملتونو استازی جوړ کړی او په ۱۹۷۴م کې په چين کې د امریکا د لياژن دفتر مشر ټاکل شوی او په ۱۹۷۶م کې د سي ايي ای مشر جوړ کړی شوی وو.

هغه په ۱۹۷۹م کې ځان د صدارتي کانديد دپاره وړاندې کړی خو ګوند يې په ۱۹۸۰م کې هغه رونالډ رېګن سره مرستیال صدر منتخت کړی او په ۱۹۸۱م کې يې بيا د امریکا د ۴۳م مرستیال صدر سوګند پورته کړی وو.

XS
SM
MD
LG