لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پخواني رېپبلېکن صدر جارج ډبلیو بش هم بایډن ته مبارکي وویله


د امریکا پخواني رېپبلېکن صدر جارج ډبلیو بش د اتوار/یکشنبې په ورځ جو بایډن ته چې د تېرې هفتې په صدارتي انتخاباتو کې یې د ګټلو اټکل شوی دی، مبارکي ورکړه او ویې ویل چې منتخب ډېموکرېټ صدر «زمونږ د ملک د مشري کولو او متحد کولو دپاره خپله موقع ګټلې ده».

جارج ډبلیو بش چې پخپله یې د ۲۰۱۱ کال نه واخله د ۲۰۰۹ کال تر اولې میاشتې پورې د امریکا ولسمشر پاته شوی و، ویلي دي چې له بایډن سره «سیاسي اختلافات» لري، خو بیا یې هم ویلي چې «د هغه د کامیابۍ دپاره دعاګانې کوم او وعده کوم چې هرڅه مې د لاسه راشي، ورسره به مرسته وکړم.»

ښاغلي بش همدا راز د بایډن مرستیالې، منتخبې نایب صدرې کامله هېرېس ته ټلیفون کړی او ورته یې د کامیابۍ مبارکي ویلې ده.

بش زیاته کړې ده چې د بایډن نه یې د هغه د «وطن پرستانه پیغام» له کبله چي د خالي/شنبې ورځې په ماښام کې د ډېلوېر ریاست په وېلمنګټن ښار کې ورکړ، مننه کړې ده. بایډن په هغه وینا کې د برحاله رېپبلېکن صدر ډانلډ ټرمپ په وړاندې د کامیابۍ اعلان وکړ او د امریکا خلک یې یووالي او اتحاد ته راوبلل.

یاده دې وي چې برحاله صدر ډانلډ ټرمپ تر اوسه په دې انتخاباتو کې خپله ماته نده منلې او وایي چې ورسره درغلي شوې او دا به عدالت ته ځي.

بل اړخ ته پخواني رېپبلېکن صدر جارج ډبلیو بش پخپل پېغام کې د دې ترڅنګ چې بایډن ته یې مبارکي ویلې ده، دا یې هم لیکلي چې په دې انتخاباتو کې د ټرمپ لخوا د څه باندې اویا (۷۰) میلینه ووټونو اخیستنه «یوه غیرمعمولي سیاسي لاس ته راوړنه» وه. د رپوټونو ترمخه، په دې انتخاباتو کې بایډن شاوخوا څلور اویا (۷۴) میلینه او ټرمپ څه باندې اویا (۷۰) میلینه ووټونه اخیستي دي.

ټرمپ د ماتې خوړلو نه انکار کوي او څو څو دعوې یې په عدالتونو کې درجې کړي دي. هغه دعوه کوي چې د رایو په شمارنه کې خلافکارۍ شوي دي، که نه نو د هغه په باور، دا ټاکنې هغه ګټلي دي.

جارج ډبلیو بش پخپل پېغام کې دې موضوع ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې ټرمپ «دا حق لري چې د ووټونو بیا شمېرنه وغواړي او قانوني چلېنجونو ته مخه کړي، او په ناحل شوو مسئلو به په مناسبه توګه فیصلې کیږي.»

خو ښاغلي بش دا هم زیاته کړې چې «د امریکا خلک کولی شي ډاډه اوسي چې دا انتخابات په بنیادي توګه منصفانه و، سالمیت به یې برقراره پاته وي، او نتیجه یې روښانه ده.»

XS
SM
MD
LG