لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سامراجي واکمنۍ په مهال جرمني په نمیبیا کې د بشر وژنې اعتراف کړی


د جرمني خارجه چارو وزیر هاېکو ماس په یو بیان کې وېلي دوي به د نن نه پس په سرکاري‌ توګه په نمېبیا کې دغه پېښو ته بشروژنې وايي. هاس زیاته کړې، “د جرمني تاریخي او اخلاقي ذمه وارو په رڼا کې مونږ په شوو ظلمونو باندې د نمیبیا او د وژل شوو خلکو د اولاد نه بخښنه غواړو.” 

جرمني د جمعې په ورځ‌ په اول ځل منلې چې د افریقې په نمېبیا هېواد د خپلې سامراجي واکمنۍ په وخت یې بشروژنه کړي او وعده یې کړې چې نمېبیا سره به د یو ارب یورو نه زیاتې مالي مرستې کوي.

نمېبيا د جرمني د اعتراف هرکلی کړی. نمېبیا په شلمه صدۍ کې د جرمني د قبضې دلاندې وه.

د نمېبیا صدر هېګې ګېنګوب ویاند الفرېډو هېنګاري ای اېف پي خبري ادارې ته وېلي د جرمني د بشر وژنې منل سم اړخ ته اولنی ګام دی.

د ۱۹۰۴ نه تر د ۱۹۰۸ پورې د جرمني سامراجي اباد کارانو د هرېرو او ناما قومونو په لسګونو زره خلک وژلي چې د تاریخ لیکوالان یې د شلمې صدۍ اولنۍ بشروژنه بولي او د کلونو پورې یې د جرمني او نېمېبیا تعلقات د سخت تاو تریخوالي سره مخامخ کړي وو.

که څه هم جرمني د دې نه وړاندې دا خبره منلې وه چې د افریقې په دغه ملک کې د جرمني پوځ ظلمونه کړي وو خو څو ځله یې د دغه ظلمونو په بدل کې د نمېبیا سره نېغ په نېغه مرستو کولو نه انکار کړی و.

د جرمني خارجه چارو وزیر هاېکو ماس په یو بیان کې وېلي دوي به د نن نه پس په سرکاري‌ توګه په نمېبیا کې دغه پېښو ته بشروژنې وايي.

نوموړي د 1884-1915 ترمنځ د جرمني د واک لاندې سیمو کې شویو پېښو باندې د نمېبیا سره د پنځه کاله نه زیات وخت پورې خبرو اترو وروستو شوي تړون ستاینه کړې.

هاس زیاته کړې، “د جرمني تاریخي او اخلاقي ذمه وارو په رڼا کې مونږ په شوو ظلمونو باندې د نمیبیا او د وژل شوو خلکو د اولاد نه بخښنه غواړو.”

نوموړي وېلي د نمېبیا په خلکو شوو د حد نه زیات زور زیاتو منلو په توګه به جرمني د 1.34 ارب ډالره مالي‌ پروګرام د لارې ددغه ملک بیا ودانۍ او ترقۍ کې مرسته کوي.

د دواړه ملکونو د مذاکراتو نه خبر سرچینو ترمخه دغه پېسې به د 30 کلونو په موده کې ورکولی شي او د دغه پېسو بنیادي ګټه به د هرېرو او ناما قامونو اولاد ته ورکولی شي.

په نمېبیا کې د جرمني خلاف ولسي تحریک او ځوابي ګامونه د 1884-1915 ترمنځ د برلن د واکمنۍ په وخت نمېبیا د جرمن سوېلي غربي افریقا په نوم پېژندلی کېدو چې د هغې وروستو د 75 کلونو پورې د سویلي‌ افریقې د واکمنۍ لاندې وو او په 1990 کې یې خپلواکي ترلاسه کړه.

په 1904 کې په نمېبیا کې هغه وخت تاو تریخوالی زیات شو کله چې د خپلو څارویو او زمکو نه محرومه کړی شوي د هرېرو قام خلک او بیا د ناما قام خلک د قابض جرمني خلاف راپاسېدل خو د جرمني ځواکونو دغه اولسي تحریکونه په زور زیاتي سره ختم کړل.

د 1904 اګست په میاشت کې د واټربرګ په جنګ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون خواوشا 80 زره خلک د خپلو کورونو نه وتښتېدل خو د جرمني پوځ د کلاهاري په صحرا کې دغه زیاتره خلک ووژل او په هغوي کې صرف 15 زره خلک بچ پاتې شو.

د 1904-1908 ترمنځ په نمېبیا کې د هرېرو قام 60 زره او د ناما قام 10 زره خلک وژل شوي‌ وو.

د جرمني ځواکونو نمېبیا کې په لویه کچه باندې خلک ووژل، سړي، ښځې او ماشومان یې د خپلو کورونو نه لرې صحرا کې پرېښودل چرته چې په زرګونو خلک د تندې د لاسه مړه شو.‌ جرمني د نمېبیا خلکو لپاره په هغه وخت کې بدنام د تمرکز(concentration) یو شمېر کېمپونه جوړ کړي وو.

XS
SM
MD
LG