لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جرمني، فرانس، برطانيي په غزه کې د جنګ بندۍ غوښتنه کړې، اسرایل د حملې تیاري کوي



په غزه کې اسرایل د اتوار، یکشنبې، په ورځ فلسطینیانو ته د خان یونس څخه د وتلو امر وکړو خو مقامي خلک وايي نه پوهېږي چې چېرته لاړ شي
په غزه کې اسرایل د اتوار، یکشنبې، په ورځ فلسطینیانو ته د خان یونس څخه د وتلو امر وکړو خو مقامي خلک وايي نه پوهېږي چې چېرته لاړ شي

جرمني، فرانس او برطانيي د ګل، دوشنبې، په ورځ په غزه کې د جنګ بندۍ غوښتنه وکړه بلخوا اسرایل په پراخه کچه د حملې تیاری کوي.

د فرانس صدر اېمېنوېل مېکران، د جرمني چانسلر اولف شولز او د برطانيي وزیراعظم کېیر سټارمر په یو مشترکه بیان کې وویل پکار ده چې په غزه کې جنګ ختم شي، د حماس د ولکې نه ټول یرغمالان ازاد کړی شي او د غزه ولس ته بغېر د څه خنډ امداد ور ورسوول شي.

دریو واړو ملکونو په غزه کې جنګ د ختمولو دپاره د امریکې، قطر او د مصر د تجویز حمایت هم وکړو. د جنګ بندۍ په تجویز کې د یرغمالانو د ازادۍ په بدل کې د اسرایل د قېد نه د فلسطینیانو د ازادۍ او غزه نه د اسرایلي ځواکونو د انخلا وړانديز شوی دی.

په دې تجویز کې د ایران نه غوښتنه شوې چې په تهران او بېروت کې د وسله والو مشرانو د وژل کېدو په بدل کې دې په اسرایل حمله نه کوي.

د اسرایل د دفاع وزیر یواو ګېلانټ د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل په اسرایل په ممکنه توګه د لوی حملې د تیاري په لړ کې يې د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن سره خبرې کړي دي.

اسټڼ وویل د اسرایل د دفاع دپاره به امریکا هر ممکن ګام پورته کوي. هغه زیاته کړه چې په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو موجودګي قوي کولی شي.

يو اېس اېس اېبراهم لېنکن سټرایک ګروپ نومې جنګي بېړې ته امر ورکړی شوی چې منځني ختيځ ته سفر ګړندی کړي او یو اېس اېس جورجیا نومې ابدوز هم سيمې ته لېږل شوی دی.

د جمعې په ورځ د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو د یو افسر له قوله وېل شوي چې د ایران روحاني مشر ایت الله علي خامنايي امر کړی چې اسرایل ته دې د جولای د ۳۱ نېټې د حملې په سره سخته سزا ورکړی شي. په تهران کې په دغه حمله کې د حماس یو مشر اسماعیل هنیه وژل شوی دی.

په غزه کې اسرایل د اتوار، یکشنبې، په ورځ فلسطینیانو ته د خان یونس څخه د وتلو امر وکړو خو مقامي خلک وايي نه پوهېږي چې چېرته لاړ شي.

د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی دی. په اسرایل د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.

د غزه د صحت وزارت وايي د سرایل پوځي عملیاتو کې په سیمه کې قریباً ۴۰۰۰۰ کسان وژل شوي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي. اسرایل وايي په زرګونو وسله وال هم په غزه کې په وژل شویو کسانو کې شامل دي.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG