لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د متحده عرب اماراتو او اسرایل خارجه وزیرانو په برلن کې په دوه اړخیرو تعلقاتو خبرې وکړې


 اسرایل او متحده عرب امارت د امریکې په منځګریتوب تېره میاشت د سفارتي تعلقاتو قایموولو معاهده لاس لیک کړه. په دې اړه رسمي دستوره په وایټ هاوس کې وشوه
اسرایل او متحده عرب امارت د امریکې په منځګریتوب تېره میاشت د سفارتي تعلقاتو قایموولو معاهده لاس لیک کړه. په دې اړه رسمي دستوره په وایټ هاوس کې وشوه

د متحده عرب امارات او اسرایل خارجه وزیرانو د نهې، سه شنبې، په ورځ د جرمني په برلن ښار کې ملاقات وکړو چې د جرمني خارجه وزیر وویل د ملاقات مقصد د اسرایل او یو ای ایي تعلقات نور مضبوطوول او په منځني ختیځ کې امن ته وده ورکول وو.

د جرمني خارجه وزیر هایکو ماس وویل د ملک دپاره یې دا د فخر خبره وه چې د اسرایل او متحده عرب اماتو خارجه وزیرانو د تاریخي ملاقات دپاره برلن غوره کړو.

اسرایل او متحده عرب امارت د امریکې په منځګریتوب تېره میاشت د سفارتي تعلقاتو قایموولو معاهده لاس لیک کړه. په دې اړه رسمي دستوره په وایټ هاوس کې وشوه.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه په برلن کې د خبرو په مهال به اسرایل او متحده عرب امارت د ایند تعلقاتو دپاره چوکاټ پرځای کوي.

جرمن خارجه وزیر هایکو ماس وویل په یو بیانک ې وویل په سفارتکارۍ کې تر ټولو اهمه خبره اعتماد وي "او زه په شخصي توګه د دواړو همکارانو مشکور یم چې په جرمني یې اعتماد وکړو...مونږ د خپل وس هر څه کوو چې د اینده خپلو دوه اړخیزو تعلقاتو ته شکل ورکولو دپاره د دواړو ملکونو د مکالمې ښه کوربانه شوو."

دریو واړو خارجه وزیرانو په برلن کې د هالو کاسټ یا د نازي جرمني په وخت د یهودیانو د قتل عام د یادګار دوره وکړه.

د یو ای ايي حکومتي خبري ادارې اېمریټس نیوز اېنجسي وویل خارجه وزیر شیخ عبدالله بن زاید النهیان هایکو ماس او د اسرایل خارجه وزیر ګېبي اشکنازي ته د هالوکاسټ د یادګار په اړه وویل چې دغه څلې په دنیا کې د زغم او د یو بل سره په شریکه د ژوند تیرولو اهمیت په څرګندوي.

ای پي وايي درې واړه خارجه وزیران ورسته د برلن په مضافاتو کې په یوه حکومتي مهمان خانه کې د تړل شویو دروازو په شا خبرو ته کښېناستل.

مطبوعاتو ته وروسته په یو بیان کې شیخ عبدالله او اشکنازي یو بل ملګري وبلل او د همکارۍ ژمنه یې وکړه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG