لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اینگلا مرکیل په څلورم ځل د جرمني چانسلره انتخاب شوه


د الټرنیټیو فار جرمني گوند شریک باني الیگزینډر گالینډ ویلي منځني ختیځ د کډوالو دپاره د هیواد د دروازو پرانستلو د اینگلا مرکیل تگ لارې په انتخاباتو کې د هغه د ډلې امکان بهتر کړل
د الټرنیټیو فار جرمني گوند شریک باني الیگزینډر گالینډ ویلي منځني ختیځ د کډوالو دپاره د هیواد د دروازو پرانستلو د اینگلا مرکیل تگ لارې په انتخاباتو کې د هغه د ډلې امکان بهتر کړل

جرمني ته د کډوالو د تگ په اړه نرم دریځ لرونکي اینگلا مرکیل په تاریخي توگه په څلورم ځل چانسلره انتخاب شوه.

په جرمني کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ د نوي چانسلر دپاره انتخابات وشول.

درې میاشتې وړاندې د انتخابي مهم د پیل کیدو په وخت هم د میرمن مرکیل د گټې اټکل کیدو خو دا توقع نه کیده چې د هغې کرسچین ډیموکریټس پارټۍ د ووټونو شرح به دومره ټیټه وي.

ماښام شپږ بجې ووټونو سر ته د رسیدو په وخت د نظر پوښتنو ترمخه د اینگلا مرکیل گوند او ددې اتحادي ډلې کرسچین سوشل یونین د ووټونو شرح دوه دریش اشاره پنځه فیصد وه.

ددې نه وړاندې اټکل شوی وو چې ممکنه ده دواړه گوندونه د ٣٦ او د ٣٩ په شرح ووټونه واخلي.

د میرمن مرکیل مخالف گوند الټرنیټیو فار جرمني په ووټونو کې د توقع نه ښه کارکردگي وښودله خو بیا يې هم موجوده چانسلرې، اینگلا مرکیل، ته ماتی ور نه کړی شو.

د الټرنیټیو فار جرمني گوند شریک باني الیگزینډر گالینډ ویلي منځني ختیځ د کډوالو دپاره د هیواد د دروازو پرانستلو د اینگلا مرکیل تگ لارې په انتخاباتو کې د هغه د ډلې امکان بهتر کړل.

"د مهاجرو د هرکلي د اینگلا مرکیل تگ لارې ډیر خلک د هغې نه لرې کړل، ډیر ووټران چې تاسو د مرکیل خلاف په مظاهرو کې ولیدل،" الیگزینډر کالینډ د امریکې واشنگټن پوسټ ورځپاڼې سره مرکه کې وویل. هغه دا خبره رد کړه چې د اقلیتونو خلاف تشدد کې د هغه د گوند انتها پسند لاس لري.

د کډوالو په اړه د اینگلا مرکیل د حکومت د کال ٢٠١٥ د تگ لارې یا پالیسۍ د لاندې د اته لکه نه زیاتو مهاجرینو په جرمني کې د داخلیدو اجازت ورکړی شوی دی. په دغه کډوالو کې د زیاتره تعلق د شام او عراق سره دی.

په جرمني کې د چانسلر منصب لکه د پاکستان په رنگ هیوادونو کې د وزیراعظم د منصب په ډول کار کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG