د هاکۍ د چيمپيئنز ټرافۍ په فائنل مېچ کې د جرمني ټيم پاکستان ته په دوه صفر گولونو سره ماتې ورکړه ، او د هاکۍ چيمپيئنز ټرافي يې په خپل نوم کړه .
د هند په بهوبنيشور ښار کې ترسره شوي دغې فائنل مېچ کې د جرمني کرسټوفرويسلی د لوبې په ۱۸م منټ باندې يو گول وکړو ، د پاکستان لوبغاړو څو ځله د گول کولو کوشش وکړو ، خو کامياب نه شو ، د لوبې په اخري وخت کې د جرمني لخوا دوهم گول هم وشو ، او مېچ يې په دوه گولونو وگټلو .
پاکستان د چيمپيئنز ټرافۍ په ټورنامنټ کې د سپينو زرو او اسټريليا د کانسۍ تمغه وگټله .
د پاکستان ټيم د خالي په ورځ د چيمپيئنز ټرافۍ په سيمي فائنل مېچ کې هند ته د درې گولونو په مقابله کې په څلورو گولونو ماتې ورکړی وه ، او شپاړلس کاله وروستو د چيمپيئنز ټرافۍ فائنل ته په رسېدو کې کامياب شوی ؤ .
د پاکستان د هاکۍ ټيم درې لوبغاړود هند نه د مېچ گټلو وروستو په مېدان کې کميسونه ويستي ، او خوشحالي يي نمانځلې وه ، او په دغسې کولو نن د هاکۍ نړيوال تنظيم د پاکستان د ټيم په کميس ويستونکو دوه لوبغاړو توثيق احمد او امجدعلي باندې فائنل کې د لوبې نه کولو بندېز لگولی او شفقت رسول ته يي خبرداری ورکړی ؤ .
د پاکستان د لوبغاړو د کميسونو ويستو په حرکت د هند په مطبوعاتو کې سختې نيوکې شوې وې ، او بيا د هند هاکي فېډرېشن دغه شکايت د هاکۍ نړيوال فېډرېشن ته کړی ؤ .
د پاکستان د ټيم مشر کوچ شهباز شېخ لخوا د ټورنامنټ ډائريکټرته داسې معافي نامه هم لېږ ل شوې وه ، چې که د پاکستاني لوبغاړو په حرکت د هند شائقينو خفگان څرگند کړی وي ، نو دويي ترې معافي غواړي .
خو نن د اتوار په ورځ د فائنل مېچ نه څو ساعته وړاندې د هاکۍ نړيوال تنظيم دوه پاکستاني لوبغاړي مېچ کې د برخې اخيستو نه منع کړل ، او د بندېز د فېصلې نه لږه شيبه وړاندې د هند د هاکي فېډرېشن لخوا په مطبوعاتو داسې خبرونه خپاره شوي ؤ که اېف ائي اېچ يي په شکايت کاروايي ونه کړه نو هند به په راتلونکې کې د هاکۍ د کوم نړيوال ټورنامنټ کوربه توب ونه کړي .
د هند لخوا د پاکستان د لوبغاړو په ضد شکايت او لوبغاړو باندې د بندېز په خبره د پاکستان د هاکۍ مشرانو سختې نيوکې کړي ، او دپاکستان په مطبوعاتو په دغې خبره تود بحث هم روان دی ، چې هند له داسې نه ؤ کول پکار .
د هاکۍ چيمپيئنز ټرافۍ کې د درېم پوزيشن دپاره نن د اتوار په ورځ د اسټريليا او هند د لوبډلو ترمينځ مېچ کې اسټريليا هند ته د يو په مقابله کې په دوه گولونو ماتې ورکړې ، او اسټريليا د ټورنامنټ په درېم پوزيشن راغلې ده . په دغې مېچ کې هم د دواړو ټيمونو لوبغاړو يو بل له ته لاسونه اچولي او د يو بل په ضد يي سخته خوله کارولې ده .
پاکستان وړاندې درې ځله دغه ټورنامنټ گټلی او دې ځل له شپاړس کاله وروستو فائنل ته رسېدلی ؤ ، خو جرمني فائنل وگټو او په لسم ځل يې چيمپيئنز ټرافي په خپل نوم کړه .