لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدرغني ویلي د دښمنانو پرضد مبارزه به په قوت سره دوام ولري


د افغانستان جمهور رېیس محمد اشرف غني نن په هرات ولایت کې ولس ته د ملکېت سندونو د ویشلو په مراسمو کې ویلي، په داسې حال چې افغان ولس د ټاپي جشن لمانځي خو دوښمنانو په کابل، لښکرګاه، نادعلي او فراه ولایتونوکې د بشري جنایت په ترسره کولو سره ګن شمیر هیواد وال شهیدان او ټپیان کړي.

صدر غني وروستي بریدونه ستربشري جنایت بللی او د غندلو ترڅنګ یې ویلي، د اقتصادي پرمختګ او د دوښمنانو دسرکوبولو لپاره به یې مبارزه په قوت سره دوام ولري.

په افغانستان کې شوو تازه امنیي پیښو په اړه افغان امنیتي چارواکو ویلي، تیره شپه او نن (خالي) سهر په کابل، د هلمند مرکزلښکرګاه، ناد علي او د فراه ولایت په بالابلو ولسوالۍ کې په امنیتي ادارو درې ځانمرګي بریدونه او طالبانو او افغان پوځیانو ترمنځ جګړه شوې.

د کورنیو چارو وزارت وايي نن سهار ۸ نیمې بجې یو تن ځانمرګۍ برید کوونکی چې پلی روان و، د کابل ښار د ۹ امنیتي حوزې اړوند دشش درک په هغې سیمې کې په ځان پورې تړلي چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چرته چې دولتي او د نړیوالو ځواکونو دفترونه شتون لري.

دکابل د پولیسو ویاند عبدالبصیرمجاهد له ډيوې سره په خبرو کې ویلي، په دې برید کې درې تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي. نوموړي ویلي، د دې پیښې په قربانیانو کې ملکي کارکوونکي شامل دي خو په وینایې زیات شمیر ولسي خلک دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG