لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر غني: که په افغان پوځیانو برید کیږي، بغیر پوښتنې ځواب ورکړئ


د افغانستان دفاع وزارت وايي صدر اشرف غني پوځ ته امر کړی که د افغان ځواکونو اډې یا پوځي مورچلونه د بهر نه په نخښه شوې، نو افغان پوځ يې په خپل سر بغیر پوښتنې ځواب ورکولی شي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري خبریالانو ته په خبرو کې دا سپینه کړې نه ده چې (بهر) نه يې کوم هیواد مطلب دی، خو د تیرو څو ورځو راهسې د افغانستان پاکستان تر مینځ په ډیورنډ کرښه د کونړ او باجوړ سره امنیتي وضعه کړکیچنه ده.

جنرال دولت وزیري خبریالانو ته ویلي په تیره یوه اونۍ کې د پاکستان لخوا د افغانستان کونړ ولایت په بیلا بیلو اولسوالیو کې نژدې ۵۷۱ مرمۍ ویشتل شوي. افغان چارواکي وايي د ډزو له امله پولې ته نژدې یو شمیر کلو نه خلک بې کوره شوي هم دي.

هم په دغه کړکیچنه سیمه کې د ګل په ورځ د پاکستان پوځ ویلي وو چې د افغانستان نه اووښتو طالبانو د پوځ یو افسر او یو سپاهي وژلي وو. پاکستان د داسې حملو تور په افغانستان کې موجودو طالب ډلو باندې وراچوي او د افغان حکومت نه یې بیا بیا د دغه طالبانو پرضد د ګامونو پورته کولوغوښتنه کړې ده.

جنرال دولت وزیري کړې ٫٫ د افغانستان دولت او حکومت د ملګرو ملتونو ، د امریکا او د د امریکا په مشرۍ کې جوړ ایتلاف ځواکونو سره خبرې کړي دي چې هر څومره ژر کیږي د پاکستان حکومت دغه راکټونه ژر بند کړي موږ خپلو ټولو قطعاتو ته لارښونه کړې چې د هر ځای نه چې څوک انداخت کوي دوې وګوري او د خپل ځان نه او خپلې خاورې نه دفاع وکړي.٬٬

افغانستان کې یو نظامي کارپوه ګل سلیمانخیل امریکا غږ ته وویل افغان حکومت باید ډیر پخوا د پاکستان لخوا د توغندیزو بریدونو بالمثل ځواب ورکړی وی.

"سره له دې چې سرحدي قواوې د قانون له مخې قانوني امر لري چې له خپلې خاورې او سیمې څخه دفاع وکړي او دا چې قانوناً د حکومت لخوا ورته لارښونه کیږي او اوس دفاع وزرات یو ځل بیا خپل امر نوی کړ او دوې ته یې لارښونه وکړه چې تاسو د د راکټو ځواب په راکټ او د توپو په توپ ورکړې دا قانونې دی افغان حکومت له خپلې خاورې څخه دفاع کوي".

په باجوړ کې د وي او ای ډیوه خبریال وايي د تیرو څو ورځو د کړکیچنو حالاتو وروسته نن د ډیورډ کرښې پاکستان لور ته ارامي ده. هغه وایي یخ موسم او واورو له امله داسې ښکاري چې پوځي فعالیتونه ولاړ دي.

XS
SM
MD
LG