لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان جمهور رئیس (صدر) اشرف غني به ډیر زر هند ته ځي


د افغانستان حکومتي سرچینې وايي چې ټاکل شوې، جمهوررئیس محمد اشرف غني به په نږدې ورځو کې د هندي چارواکو سره د خبرو لپاره نوې ډهلي ته په یو رسمي سفر لاړ شي.

دا سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وي او ای اشنا راډيو ته ویلي، صدر اشرف غني به په نوې ډهلي کې د هندي چارواکو سره د ترهګرۍ په اړوند د خبرو ترڅنګ د کابل او نوې ډهلي ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو د پراخیدو په مسلو هم خبرې کوي.

که څه هم افغان حکومت لا ډهلي ته د جمهور رئیس غني د سفر نیټه نه ده اعلان کړې، خو هندي رسنیو له وړاندې ویلي، چې د افغانستان جمهور رئیس به د راروانې سه شنبې په ورځ دغه هیواد ته سفر وکړي.

د تیرې میاشتې په وروستیو کې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د یو پلاوي په مشرۍ نوې ډهلي ته سفر کړې وو.

هند د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د سترو مرسته کوونکو هیوادونو په ډله کې شمیرل کیږي.

صدر اشرف غني په داسې حال کې هند ته ځي، چې پاکستاني رسنیو دغه هیواد ته د هغه د سفر په اړه هم رپوټونه خپاره کړي دي، خو ارګ لا پاکستان ته د جمهور رئیس غني د سفر په اړه خپاره شوي رپوټونه نه دي تائید کړي.

تیره اونۍ افغانستان د یو شمیر خونړیو پیښو شاهد و. افغان حکومت وایي دا بریدونه د هغو ډلو له خوا ترسره شوي چې په پاکستان کې خوندي پټنځایونه او د روزنې مرکزونه لري. خو پاکستان دغه ترهګرې پیښې په سختو ټکو غندلي دي.

د وي او اشنا په مننه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG