لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گيلاني : پاکستان به افغانستان کې امنيت لپاره خپلې هڅې دوامداره ساتي


گيلاني : پاکستان به افغانستان کې امنيت لپاره خپلې هڅې دوامداره ساتي
گيلاني : پاکستان به افغانستان کې امنيت لپاره خپلې هڅې دوامداره ساتي

د پاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني وئيلي دي افغانستان سره اړيکې پياوړې کول دپاکستان لمړۍ ترجيح ده او دا دپاکستان دبهرنۍ تگلارې يو اهمه برخه ده.
ددې خيالاتوڅرگندونه هغه دپاکستان په سفر راغلي دافغان امن کونسل دهيئت په اعزاز کې ورکړل شوې ميلمستيا ته دوينا په مهال کړې ده.
هغه وويل ددواړو هيوادونو ترمينځ دثقافتي او ټولنيزو اړيکو تاريخ دپيړيو زوړ دى او ددواړو هيوادونو اولسونه ديو بل لپاره دمينې او نيک نيتۍ جذبات لري.
هغه وويل دپاکستان او افغانستان اولسونه په ښو او بدو وختونو کې ديو بل سرهدي.
وزيراعظم گيلاني وويل هيواد به يې دافغانستان دجوړجاړي دعمل څخه ملاتړ کوي.
هغه وويل ترهه گري او تندلاريتوب دسيمې لپاره خطره ده او دختمولو لپاره به يې دواړو ملکونو ته يوه جامع تگلاره خپلول وي.
دپاکستان او افغانستان لپاره دامريکې قائم مقام خصوصي استازي فرينک روجيرو هم په روانه اوونۍ کې داسلام اباد دسفر په مهال وئيلي ؤ دجوړجاړي دعمل په حقله دهغه دهيواد تگلاره دا ده چې په دغه اړه افغانستان په مشرۍ دهڅو ملاتړ وکړل شي.
له دې وړاندې دافغانستان داعلي امن کونسل مشر او پخواني صدر پروفيسر برهان الدين رباني دپاکستان سياسي او پوځي مشرانو سره خپلې خبرې اترې زياتې گټورې بللې وې او وئيلي يې وؤ چې دستونزو دپيچيدگيو په نظر کې نيولو سره ددواړو هيوادونو ترمينځ دغسې رابطو ته دوام ورکول پکار دي.
وزيراعظم يوسف رضا گيلاني وئيلي دي چې دافغان امن کونسل او پاکستاني چارواکو ترمينځ خبرو اترو کې دواړو هيوادونو ديوې نوې جرگې په جوړولو اتفاق کړى دى.
دپاکستان او افغانستان ترمينځ کال 2006م او 2007م کې هم دغسې جرگې جوړې شوي دي خو اوس وړانديز شوى دى چې په راتلونکې جرگه کې يواځې پښتنو ته نۀ بلکې پاکستان او افغانستان کې ابادونوروقومونو ته هم استازيتوب ورکول پکار دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG