لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم گيلاني : پوځ دجمهوريت ملاتړ کوي


وزيراعظم گيلاني : پوځ دجمهوريت ملاتړ کوي
وزيراعظم گيلاني : پوځ دجمهوريت ملاتړ کوي

د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني د خالي په ورځ په لاهور کې ميډيا سره دخبرو په مهال وئيلي دي دپاکستان پوځ جمهوريت خوښى دى اؤ بايد دشهباز شريف لخوا دپوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کياني سره په ليدنه شکونه ونۀ کړل شي.
گيلاني وويل پوځ په هيواد کې دجمهوريت ملاتړ کوي.
هغه وويل هغه د پنجاب وزيراعلي شهباز شريف لخوا دپوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کياني سره په ترسره شوې ليدنه هيڅ رقم اعتراض نۀ لري او په دغه هکله د انديښنې هيڅ ضرورت نشته.
گيلاني وويل سږ کال په هيواد کې د سيلاب دزياتو تباهيو باوجود به هم دتعليم او روغتيا په بجټ کې کمى نۀ کيږي او د دغو دواړو څانگو مضبوطولو لپاره هررقم گامونه اخستل کيږي.
گيلاني وويل دترهگرۍ په ضد جگړه کې دټولوسياسي گوندونو ترڅنگ تلل غواړو.
هغه زياته کړه غيرقانوني ترهه گريزې ډلې په گډه کار کوي.
هغه وويل داپوزيشن مشرچوهدري نثار دوستانه کردار نۀ کوي بلکې هغه په حقيقت کې دحزب اختلاف دمشر کردار ادا کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG