لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم گيلاني : د ريمنډ ډيوس د سفارتي استثنا فيصله به عدالت کې کيږي


وزيراعظم گيلاني : د ريمنډ ډيوس د سفارتي استثنا فيصله به عدالت کې کيږي
وزيراعظم گيلاني : د ريمنډ ډيوس د سفارتي استثنا فيصله به عدالت کې کيږي

د پاکستان وزيراعظم سيديوسف رضا گيلاني وئيلي دي ددوؤ پاکستاني وگړو په وژنه کې د ککړ نيول شوي امريکائي سفارت کار ريمنډ ډيوس معاملې هيواد په يو لاري اودرولى دى خو د هغه حکومت به داسې کومه پريکړه نۀ کوي چې دملکي گټو په ضد وي.
د شورو په ورځ په اسلام اباد کې سيرت کانفرنس ته دوينا په مهال وزيراعظم وويل دريمنډ ډيوس نومې امريکائي وگړي دسفارتي حيثيت معامله په عدالت کې ده او تصديق يا ترديد به يې هم په عدالت کې کيږي.
امريکائي صدر براک اوباما يوه ورځ وړاندې په واشنگټن کې خبريالانو سره دخبرو په مهال دامريکا دا دريځ تکرار کړى ؤ چې ريمنډ ډيوس ته سفارتي استثنا ترلاسه ده او پاکستان دې دسفارت کارۍ په اړه دبين المللي قوانينو ته ددرناوي لرلو سره ډيوس سم لاسي خوشې کړي.
د امريکې په سينيټ کې دخارجه چارو دکميټۍ مشر سينيټر جان کيري هم دا مهال دپاکستان غيراعلانيه دوره کوي او دغلته هغه دلوړپوړو پاکستاني چارواکو سره په ليدنو کې دريمنډ ډيوس دنيونې په معامله خبرې او دامريکې دريځ تکرار کړى دى.
وزيراعظم گيلاني دصدر اوباما دمطبوعاتي کانفرنس په حوالې ورکولو سره وويل کۀ چرې دپاکستان حکومت دريمنډ ډيوس په معامله کوم فرق کول غوښتى نو دامريکائي صدر په ټي وي دراتللو سره دهغه دخوشې کولو دغوښتنې هيڅ جواز نۀ جوړيدو.
گيلاني وويل پاکستان دسختو فيصلو سره مخ دى او حکومت ته يې ددغو فيصلو يو سياسي قيمت ادا کول پيښيدى شي.
قريشي وويل کۀ چرې ډيوس رها کوې نو اولس درسره ملگرتيا نۀ کوي او نۀ يې خوشې کوې نو نړۍ دې ملگرتيا نۀ کوي.
وزيراعظم وويل حکومت به هاغه فيصله کوي چې دهيواد په گټو او سالميت کې وي.
دريمنډ ډيوس دسفارتي حيثيت تعين کولو لپاره دلاهور هائيکورټ دزيارت په ورځ پاکستان حکومت څخه ځواب غوښتى او امريکائي چارواکي وائي دعدالتي کارروايۍ په مهال به امريکا خپل سفارت کار ته دترلاسه سفارتي استثنا په اړه دثبوت وړاندې کولو ترڅنگ ديو درخواست په ذريعه دهغه دخوشې کولو غوښتنه هم کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG