لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گيلاني به د خالي په ورځ کابل ته په دوه ورځني سفر روانيږي


گيلاني به د خالي په ورځ کابل ته په دوه ورځني سفر روانيږي
گيلاني به د خالي په ورځ کابل ته په دوه ورځني سفر روانيږي

د پاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني به د خالي په ورځ گاونډي هيواد افغانستان ته په دوه ورځني سفر روانيږي.
دسفارتي سرچينوله مخې وزيراعظم گيلاني به دافغانستان صدر حامد کرزي سره په کابل کې ليدنه کوي چې پکې به دواړه مشران په سيمه ييزو، دوه اړخيزو، پاک افغان امنيتي چارو او دکال 2014م افغاني ځواکونو ته دبهرنيوځواکونولخوا دامنيتي ذمه وارو دسپارلو په چاروخبرې اترې کوي.
دوزيراعظم منتخب کيدو راپديخوا به افغانستان ته ديوسف رضا گيلاني دغه لمړى سفر وي چې پکې به نوموړى صدر حامد کرزي سره دنورو چاروترڅنگ دترهه گرۍ په ضد په جگړه هم خبرې اترې کوي.
هغه ته ددغه دورې بلنه حامد کرزي څلور اوونۍ دمخه ورکړې وه.
په دغه ليدنه کې به دويب پاڼې وکي ليکس دنوؤ انکشافاتو په نظر کې نيولو سره هم په دوه اړخيزوچاروخبرې اترې کولى شي.
دخپل دوه ورځني سفر په مهال به دپاکستان وزيراعظم دپخواني افغان اولسمشر برهان الدين رباني، مرستيال صدرانو قاسم فهيم ،کريم خليلي، اسپيکر يونس قانوني او نورو افغان مشرانو سره په مهمو اړونده چارو خبرې اترې کوي.
پاکستانى وزيراعظم جگړه ځپلي افغانستان ته په داسې حال کې دغه سفر کوي چې دنيټو مشرانو تيره مياشت په لزبن کې ديوې غونډې په مهال دکال 2014م پورې افغان ځواکونو ته دامنيتي ذمه وارو دسپارلو دپلان منظوري ورکړې ورکړې وه.
افغان حکومت غواړي په هيواد کې دامنيت دټينگښت لپاره مخالفو وسله والو سره بريالۍ خبرې اترې ترسره شوي او جگړې ته دپايې ټکى کيښودل شي چې دافغان حکومت ددغه گام ملاتړ امريکائي چارواکو هم کړى دى.
او وزيراعظم گيلاني اوس اوس پخپلو څرگندونو کې په ډاگه کړېوه چې په افغانستان کې دامنيت دټينگښت لپاره دهغه هيواد دافغان حکومت او وسله والو طالبانوترمينځ دروغې جوړې هڅوکې کردار ادا کولو غواړي ، خو دافغان حکومت اکثره چارواکي په دغه هکله دپاکستان په کردار دشکونو څرگندونه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG