لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم گيلاني : تندلارو سره به خبرې نۀ کيږي


وزيراعظم گيلاني وويل خبرې اترې به يواځې هاغو تندلارو سره کيږي چې وسلې په ځمکه غورځوي او دحکومت په وړاندې ځان تسليموي.
وزيراعظم گيلاني وويل خبرې اترې به يواځې هاغو تندلارو سره کيږي چې وسلې په ځمکه غورځوي او دحکومت په وړاندې ځان تسليموي.

د پاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني د شورو په ورځ پايتخت اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال وئيلي تندلارو سره به مذاکرات نۀ کيږي او حکومت به يې دپاکستان په خپلواکۍ هيڅ رقم ساز باز ونۀ کړي.
وزيراعظم گيلاني وويل خبرې اترې به يواځې هاغو تندلارو سره کيږي چې وسلې په ځمکه غورځوي او دحکومت په وړاندې ځان تسليموي.
هغه وويل چې پاکستان دترهگرۍ او تندلاريتوب دگواښ لاندې دى او امنيتي وضعه دهيواد په اقتصاد بدې اغيزې کوي.
هغه زياته کړه حکومت ته دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې ديو شمير ملي او سياسي مشرانو ملاتړ ترلاسه دى.
په کراچۍ کې دامنيتي وضعې په حقله ديوې پوښتنې په ځواب کې وزيراعظم وويل پاکستان پيپلز پارټي په کراچۍ کې دمتحده قومي موومنټ او اى اين پي سره کلکې اړيکې لري، دکراچۍ په وضعيت دقومي اسمبلۍ غونډه راغوښتل شوې او داخله وزير څخه به حال احوال اخستل کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG