لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم گيلاني : پاکستان کې اقليتونو ته ټول حقونه ترلاسه دي


وزيراعظم گيلاني : پاکستان کې اقليتونو ته ټول حقونه ترلاسه دي
وزيراعظم گيلاني : پاکستان کې اقليتونو ته ټول حقونه ترلاسه دي

د پاکستان داقليتي چارو د وژل شوي وزير شهباز بهټي اخري رسومات دجمعې په ورځ دپلازمينې اسلام اباد په گرجا کې ادا کړل شوي او دهغې وروسته دنوموړي تدفين په پنجاب ايالت کې دهغه په پلرني کلي خوش پور کې کيږي.
په فاطمه چرچ کې ترسره شوې دغه دستوره کې وزيراعظم يوسف رضا گيلاني، لوړپوړو حکومتي چارواکو، ډيپلوماټانو او دعيسائي ورورولۍ مشرانو په گڼ شمير کې برخه واخسته.
د اخري رسوماتو په اړوند دستورې ته پخپله وينا کې دپاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني وژل شوي وزير شهباز بهټي ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړې او وې وئيل دهغه دوژنې له امله دپارلمان ډير ستر زيان شوى دى.
هغه باور ورکړو چې دبهټي وژونکي به نيول کيږي او دانصاف محکمې ته به راکش کولى شي.
نوموړي وويل په پاکستان کې اقليتونو ته دهغوي ټول حقونه ترلاسه دي او دملي بيرغ سپين رنگ داقليتونو استازيتوب کوي.
دوژل شوي وزير تابوت په ملي بيرغ کې نښتل شوى ؤ او په دغه مهال خواؤشا سيمو کې سخت امنيتي گامونه اخستل شوي وؤ.
دپاکستان دمرکزي کابينې دغه يواځينى غيرمسلمه غړى دشورو په ورځ پلازمينې اسلام اباد کې نامعلومو وسله والو وژلى ؤ.
دپيښې دځايې څخه دتندروه طالبانو يو ليک هم ترلاسه شوى ؤ چې په هغې کې وئيل شوي وؤ دغه وزير يې دتحفظ ناموس رسالت په قانون کې دبدلون په ملاتړ کولو وژلى دى.
بلخوا نن جمعه په دوهمه ورځ هم په قومي اسمبلۍ کې دپيپلز گوند په گډ حکومت دشهباز وټي دوژنې له امله سختې نيوکې شوي دي.
داسمبلۍ غونډې ته په وينا کې حکومتي او مخالفو غړو وويل دغه پيښه ددې خبرې ډاگيز ثبوت دى چې دکورنيو چارو وزير رحمان ملک دکورنۍ سلامتۍ په چارو کې ناکام شوى دى.
دواکمن گوند غړي جمشيد دستي او دمخالفې ډلې غړي فيصل صالح حيات درحمان ملک څخه دخپل منصب څخه دمستعفي کيدو غوښتنه هم وکړه.
خو رحمان ملک ددغه غوښتنې په ځواب کې وئيلي دهغه په مستعفي کيدو سره که دهيواد څخه دترهه گرۍ نوغى ختميدى شي نو هغه به بيا استعفي ورکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG