لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گيلاني : د ترهگرۍ د مخنېوي لپاره سخت قانون جوړولو ضرورت دی


گيلاني : د ترهگرۍ د مخنېوي لپاره سخت قانون جوړولو ضرورت دی
گيلاني : د ترهگرۍ د مخنېوي لپاره سخت قانون جوړولو ضرورت دی

د پاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني ویلي دي د ترهگرۍ پرضد موجود قوانينوکې څه کمزورۍ دي چې نيول شوي ترهگر ترې د گټې اخستو په ترڅ کې عدالتونو څخه خوشې کيږي او بيا دترهگرۍ لاره خپلوي.
وزيراعظم وويل چې په دغو قوانينو کې دترميم ضرورت دى چې دغه شان دامنيتي ځواکونو او بې گناه خلکو په وژنه کې ککړ کسان په يو صورت کې هم دسزانۀ بچ نۀ شي. ښاغلی گېلانی دا تور رد کړى دى چې گنې د پاکستان پوځ او نورې امنيتي ادارې دنيول شوؤ شکمنو تندلارو دحقونوڅخه په سرغړونه کې ککړ دي.
يوه ورځ وړاندې امريکائي ورځپاڼې نيويارک ټائمز دامريکې خارجه محکمې لخوا کانگريس ته د ليږل شوي يو رپورټ په حواله وئيلي وؤ امريکائي انتظاميې په پاکستان کې دامنيتي ځواکونو لخوا دنيول شوؤ ترهه گرو او بلوڅ قوم پرستو دبنيادي بشري حقونو په پامالۍ دانديښنې څرگندونه کړې ده.
دجمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف پارلماني مشر چوهدري نثارعلي خان لخوا په دغه اخباري اطلاع داعتراض په نکتې دځواب ورکولو په مهال وزيراعظم يوسف رضا گيلاني وويل په ميډيا کې ددغه شان خبرونو خپريلو مقصد دپاکستان امنيتي ادارې بدنامول دي.
هغه وويل ددې تورونو نفي ددې خبري څخه هم کيږي چې دنيول شوؤ شکمنو تندلارو په ضد دمنصفانه عدالتي کارروايۍ باوري کولو لپاره پخپله وځ حکومت څخه دترهه گرۍ دمخنيوي ايکټ کې دمناسبو بدلونونو تجويز ورکړى ؤ، ځکه نودپوځ په ضد داسې تورونه بې بنياده دي.
په پاکستان کې دبشري حقونو تنظيمونه هم دهيواد په خفيه ادارو تورونه لگوي چې په هيواد کې دلادرکۍ پيښو کې ککړ دي خو حکومت دغه تورونه ردوي او يوه داسې کميټي يې هم جوړه کړې ده چې دلا درکه کسانو لټې لپاره دڅلوروواړو صوبو څخه کوائف ټولوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG