لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گيلاني : د شمالي وزيرستان په عملياتو به حکومت هدايات نۀ قبلوي


تيره ورځ په نيويارک کې يوې امريکائي محکمې دپاکستان داستخباراتي شبکې ائي ايس ائي مشر جنرال احمدشجاع پاشا ته دممبۍ دبريدونو په هکله دتپوس پوښتنو لپاره دعدالت په وړاندې دحاضريدو امر کړى ؤ
تيره ورځ په نيويارک کې يوې امريکائي محکمې دپاکستان داستخباراتي شبکې ائي ايس ائي مشر جنرال احمدشجاع پاشا ته دممبۍ دبريدونو په هکله دتپوس پوښتنو لپاره دعدالت په وړاندې دحاضريدو امر کړى ؤ

د پاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني دزيارت په ورځ وئيلي دي دپاکستان استخباراتي شبکه يا(ISI) زياته مهمه ايجنسي ده او ددغه ادارې چارواکي په امريکا کې عدالتونو ته په وړاندې کيدو نۀ شي مجبورولى.
دپاکستان وزيراعظم دغه څرگندونې وروستوله هغې کړي دي چې تيره ورځ په نيويارک کې يوې امريکائي محکمې دپاکستان داستخباراتي شبکې ائي ايس ائي مشر جنرال احمدشجاع پاشا ته دممبۍ دبريدونو په هکله دتپوس پوښتنو لپاره دعدالت په وړاندې دحاضريدو امر کړى ؤ
دقومي اسمبلۍ غونډې ته پخپله وينا کې پاکستاني وزيراعظم وويل په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان او دخيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې دپوځي عملياتو پيل کيدو څخه وړاندې حکومت دهيواد ټول سياسي مشران په باور کې اخستي وؤ.
هغه وويل چې حکومت به په شمالي وزيرستان کې دعملياتو په پيل کولو څه رقم هدايات قبول نۀ کړي.
څو اوونۍ وړاندې پاکستان ته دخپل سفر په مهال دامريکا پوځي مشر مائيک مولن وئيلي ؤ پاکستان ته به په شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په ضد عمليات پيل کول وي.
وزيراعظم وويل چې پوځي عمليات به چرته او کله پيل کولى شي ددې فيصلې به حکومت کوي او زياته يې کړه چې دترهه گرۍ په ضد جگړه به روانه وي.
هغه زياته کړه گيلاني زياته کړه چې دبلوچستان خلک په وطن مئين دي او دهيواد لپاره يې گڼې قربانۍ ورکړي دي.
ګيلاني وويل چې فرنټئير کانسټيبلري بلوچستان دحکومت دهداياتو مطابق خپل فعاليتونه سرته رسوي او ددغو هداياتو څخه تيرى کار نۀ شي کولى.
هغه وويل چې دجنوب لويديزې صوبې په ناقرارۍ کې بهرني قوتونه لاس لري.
وزيراعظم گيلاني وويل چې دپاکستان په امنيت او خپلواکۍ به هيڅ رقم ساز باز نۀ کيږي.
هغه دا هم وويل چې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې ټول قام يو موټى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG