لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ګلګت کې د ځايي تاجرانو احتجاج، د چین پاکستان تجارت ځنډیدلی


د پاکستان ګلګت بلتستان سېمې ځايي تاجرانو د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ یا سي پیک په لار د تجارتي سامانونو لپاره په انټرنیټ یا ان لاېن کسټم باندې اندېښنو په سر د اپرېل میاشت راهسې روان احتجاج لا هم هغه شان روان دی.

د ځايي تاجرانو په دغه احتجاج کې د دوي سره د ګلګت بلتستان د صنعتونو او تاجرانو اتحاديې مرستې هم ورسره دي.

د ګلګت بلتستان د صنعت او تجارت چېمبر یو غړي محسن رضا وي او ای اردو څانګې ته ویلي که څه هم د سي پیک لار او د چین پاکستان پوله خلاصه ده، خو ځايي تاجرانو خپلې تجارتي هلې ځلې ودرولي دي.

د محسن رضا په وینا د چین او پاکستان په پوله د خنجراب پاس په لار د پاکستان لخوا د کلیرنس نوی نظام یا سسټم د ځايي تاجرانو لپاره د اسانتیاوو پر ځايي ستونزې پیدا کړي.

نوموړي زیاته کړې په ګلګت بلتستان کې د انټرنېټ تند سهولت نشته او نه ځايي تاجران په ان لاېن نظام دومره پوهه لري ځکه د اېف بي ار لخوا د تجارتي سامانونو کلېرنس په اسانه نه کیږي.

محسن رضا هیله څرګند کړې چې دغه لانجه به سمدستي حل کړی شي چې ځايي تاجران خپل تجارتونه په ښه توګه تر سره کړی شي.

د پاکستان د ماليې راغونډولو قامي ادارې یا اېف بي ار چارواکو ویلي چې انټرنېټ یا ان لاېن نظام سره به نه یواځې تجارت اسان شي، د سوستتجارتي مرکز به د هیواد د نورو مرکزونو سره هم وتړل شي.

د پاکستان وړې صوبې لکه خیبر پښتونخوا او بلوچستان د پاکستان په مرکزي حکومت تور لګوي چې د سي پیک منصوبې ټولې ګټې يې پنجاب ته ورکړي او وړې صوبې يې د دغه قامي منصوبې د ګټو نه محرومه پاتې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG