لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم گيلاني : تحفظ ناموس رسالت قانون کې د بدلون اراده نۀ لرو


وزيراعظم گيلاني : تحفظ ناموس رسالت قانون کې د بدلون اراده نۀ لرو
وزيراعظم گيلاني : تحفظ ناموس رسالت قانون کې د بدلون اراده نۀ لرو

د پاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني وئيلي دي تحفظ ناموس رسالت قانون کې دبدلون اراده نۀ لري او کۀ چرې په دغه قانون اقليتونه اعتراض لري نو په پارلمان کې پرې بحث کيدلى شي.
ښاغلي گېلانی قامی اسبملۍ کې وینا په وخت زیاته کړه په تحفظ ناموس رسالت قانون کې د ترميم بل شيري رحمان په انفرادي توگه وړاندې کړى ؤ چې دغه بل دپارټۍ تگلاره نۀ وه او شيري رحمان ته وينا شوې ده چې په حساسو معاملو ورته دپارټۍ نه امر اخستل پکار دي.
تېره میاشت د پنجاب گورنر سلمان تاثير د پاکستان پايتخت اسلام اباد کې وژل شوى وؤ.
سلمان تاثیر باندې خپل ساتونکي ناتاره ډزې کړې وې چې له امله يې هغه په موقعه ساه ورکړه.
د گورنر سلمان تاثير دوژلو وروسته د هغه ساتونکى بيان ورکړى دى چې سلمان تاثير يې له دې امله وژلى چې هغه دناموس رسالت قانون ته تور قانون وئيلى ؤ. سلمان تاثیر غوښتل چې د تحفظ ناموس رسالت قانون کې بدلون وکړل شي دهغه دریځ وؤ چې دغه قانون تل د اقلېتونو پرضد کارول کېږي.
ښاغلي گیلاني په خپله وینا کې وویل لاهور کې ددوؤ کسانو په وژنه کې دککړ نيول شوي امريکائي وگړي ريمنډ ډيوس په معامله به عدالتي پريکړه قبلولى شي.
وزيراعظم وويل پاکستان يو ازاده او خپلواکه هيواد دى او دريمنډ ډيوس په حقله به عدالتي پريکړې ته درناوى لرو.
هغه وويل علماء کرام او سياسي مشران دې دتوهين رسالت قانون دغلط استعمال مخنيوي لپاره تجويزونه ورکړي.
بل لوري ته دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک دپارلمان برنى ته وئيلي دي چې دپاکستاني وگړو په وژنه کې دککړ ريمنډ ډيوس سره به دهيواد دقوانينو سره سم چلند کولى شي.
دسنيټرانو دبيلا بيلو پوښتنو په ځواب کې رحمان ملک وويل ريمنډ ډيوس سره به هيڅ رقم رعايت نۀ کيږي او په دغه حقله به دقانون مطابق کارروائي کولى شي.
رحمان ملک وويل کوم تن چې دپنجاب پوليسو نيولى هغه سره سفارتي پاسپورټ شته.
هغه دا هم وويل چې صوبائي او مرکزي حکومتونه به دريمنډ ډيوس په حقله قانوني کارروايۍ کې خنډان نۀ راولاړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG