لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم گيلاني: امريکا سره د برابرۍ په کچه اړيکې غواړو


گېلاني وويل چې صدر حامد کرزي ته په ټيلي فون وئيلي وؤ چې کانفرنس دافغانستان مستقبل لپاره کيږي او دپاکستان دگډون څخه پرته به دغه کانفرنس نيمگړى وي
گېلاني وويل چې صدر حامد کرزي ته په ټيلي فون وئيلي وؤ چې کانفرنس دافغانستان مستقبل لپاره کيږي او دپاکستان دگډون څخه پرته به دغه کانفرنس نيمگړى وي

وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني وئيلي دي امريکا سره ښې اړيکې غواړو خو دغه اړيکې بايد دبرابرۍ په کچه وي.
کراچۍ کې ميډيا سره دخبرو په مهال وزيراعظم يوسف رضا گيلاني وويل تر 11م دسمبر پورې به امريکا څخه شمسي ائيربيس خالي کړل شي.
وزيراعظم وويل چې افغانستان د دوي گاونډي هيواد دى او کۀ چرې دغه هيواد اغيزمن کيږي نو په پاکستان به يې هم اغيزې کيږي.
يوسف رضا گيلاني وويل چې پاکستان تل د افغانستان سلامتي غوښتې خو بيا هم دپاکستاني پوځونو په ضد بريد لپاره دپاکستان ځمکه وکارول شوه.
دبون کانفرنس په اړه هغه وويل چې تر هاغه وخته پورې به کانفرنس کې گډون نۀ کوي تر څو پورې چې د پاکستان دسلامتۍ او بقاء ضمانت نۀ وي اخستل شوى.
هغه وويل چې هر کله چې پاکستان دافغانستان دسالميت او بقاء حفاظت کوي نو بيا څنگه په پاکستاني پوځيانو دافغانستان دخاورې څخه بريد شوى ؤ؟
وزيراعظم وويل چې صدر حامد کرزي ته په ټيلي فون وئيلي وؤ چې کانفرنس دافغانستان مستقبل لپاره کيږي او دپاکستان دگډون څخه پرته به دغه کانفرنس نيمگړى وي.
وزيراعظم وويل چې افغان صدر يې خبر کړى چې دافغانستان خاوره دپاکستان په ضد استعماليږي ځکه نو دوي په بون کانفرنس کې گډون نۀ کوي.
وزيراعظم وويل چې ددې په ځواب کې افغان صدر وويل بريد نيټو او امريکا کړى ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG