لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

16:54 2.10.2020

د صدر ټرمپ او د هغه د مېرمنۍ په کرونا د اخته کېدو سره د خبر مخې ته راتلو سره د امریکا د ونډو بازار ټيټ شوی او صدر ټرمپ د انتخاباتو کمپاين يې د ځنډ ښکار کړی دی، دا په داسې حال کې چې د امریکا صدارتي انتخاباتو ته نزدې مياشت پاتې ده او د هغه مخالف جوبايډن د انتخاباتو په زغل کې مخکې دی.

له دې وړاندې د زیارت/ پنجشنبې په ورځ صدر ټرمپ ویلي په سلاکاره کې يې د کرونا پخلی شوی او د هغې وروسته هغه او مېرمن يې د کرونا وايرس مالومولو دپاره ټېسټونه ورکړي او د هغې پورې ځان قرنطين کوي.

هغه ويلي ؤ هوپ هېکس چې سخت کار کوي بې د څه دمې نه، هغې ته د کرونا وايرس ورپورې شوي دي.

ويل شوي هېکس د شورو/ چهارشنبې په ورځ د صدر ټرمپ سره لاريون/ جلسې ته ورغلې او د زيارت په ورځ يې د کرونا ټېسټ مثبت راغلی ؤ.

صدر ټرمپ د زیارت په ورځ د نورو چارواکو سره د سياسي فنډ راټولولو دپاره نيوجرسي ته ورغلی او هلته يې د نزدې نه د خلکو سره ليده کاته شوي دي.

د وي او ای د خبر ترمخه صدر ډانلډ ټرمپ چې عمر يې په اتمه لسيزه کې دی عمر یې د کرونا د زیاتې خطرې سره مخ دی، خو بيا ورسره ويل کيږي د هغه صحت يا روغتيايي حالت ښه دی.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه کرونا وايرس په امریکا کې دوه لکه7808 کسان مړه کړي او 72لکه 77زره 814 کسانو کې د کرونا پخلی شوی دی.

د پوهنتون د شمېرو ترمخه کرونا وايرس په 188 هېوادونو کې يو ملين 22848 کسان مړه کړي چې پکې د مړينو تر ټولو زياته شمېره په امریکا کې ده.

16:43 2.10.2020

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په خپله ويلي په هغه او مېرمن مېلانيا ټرمپ کې د کرونا پخلی شوی او هغوی دواړو ځان قرنطين کړی دی. نوموړي په خپله په ټويټر دغه خبر ورکړی دی.

د سپينې ماڼۍ ډاکټر سين کونلی د صدر او مېرمنې د کرونا وايرس د مثبتې معاينې پخلی کړی دی.

هغه ويلي صدر او لومړۍ مېرمن [خاتون اول] د دواړو صحت ښه دی او پلان لري چې د درملنې په مهال به په سپينه ماڼۍ کې په کور دننه پاتې شي.

ډاکټر زياته کړې هيله ده چې صدر د ښه کېدو پورې خپله دنده بې د ځنډ دوامداره وساتي او هغه [ډاکټر] به تاسو وخت په وخت د هغه د حاله خبروي.

مېلانيا ټرمپ هم په ټويټر ویلي، "څنګه چې سږ کال کرونا ډېرو امریکايانو ته شوې زما او د صدر ټرمپ د کرونا معاينې هم مثبتې راغلي دي او په کور کې قرنطين شوي يُو، مونږ په صحت ښه يو او زه خپله راتلونکي ټول پروګرامونه ځنډوم او دا يقیني کړئ چې تاسو خوندي پاتې شئ او مونږ به بيا يو ځای شو".

12:04 29.9.2020

په نړۍ کې د کرونا وايرس څخه د مړينو شمېره د يو ملين نه سېوا شوه

په نړۍ کې د کرونا وايرس له امله د مړينو شمېره يو ملین 1644 ته رسېدلې او د اغېزمنو شمېره د 33 ملينو نه سېوا شوې ده.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه د نړۍ په 188 هيوادونو کې د کرونا څخه په مړه شوؤ يو ملين نه زیاتو کسانو کې دوه لکه 5020 کسان یواځې په امريکا کې مړه شوي دي.

په امريکا پسې په دوېم نمبر زياتې مړينې په برازيل کې يو لک 42زره58 او په هند کې يې 96زره 318 کسان مړه شوي دي.

د دې ترڅنګ په کرونا وهلو 33 ملينو نه په زیاتو کې د اووه ملینو نه زيات کسان په امریکا، د شپږ ملينو نه زیات په هند، د څلور نيم ملينو نه زیات په برازيل او يو ملين نه زيات په روس کې کرونا وايرس وهلي دي.

د صحت د نړیو الې ادارې د چارواکو په وېنا څومره شمېرې چې مخې ته راغلي ښايي چې د دې نه زيات خلک کرونا وايرس اغېزمن کړي وي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د ګل/ دوشنبې په ورځ ژمنه کړې چې يقيني کوي به چې د کرونا وايرس په تېزۍ سره 150 ملينه ټېسټونه وشي.

په امریکا کې د ناروغيو د قابو او مخنیوي د مرکز مشر ډاکټر رابرټ رېډفيلډ ويلي، مونږ د کرونا وبا ختمېدو ته نزدې نه يُو.

03:26 26.9.2020

په نړیواله کچه د کرونا وایرس د کېسونو تعداد ۳۲۳۹۰۲۰۴ ته رسېدلی او ۹۸۵۳۰۲ کسان ترې مړه شوي دي.

د امریکې د جانز هاپکنز یونیورستۍ د جمعې د ورځې د شمېرو ترمخه په امریکا کې د کرونا وایرس نه د مړه شویو کسانو تعداد د دوه لکه نه زیات شوی دی.

په امریکا کې د کرونا وایرس له امله د خلکو د مړينې شمېر د دوه لکه او د مریضان تعداد د اووه مېلین نه زیات شو.

په عین حال کې په يورپ کې د کرونا وایرس د کېسونو زیاتېدو له امله حکومتونو بندیزونه بیا پرځای کړي دي.

د یونیورسټۍ ترمخه په موجوده وخت کې په امریکا کې د دنیا ترټولو زیات کرونا وایرس کېسونه موجود دي‌. د دې نه پس بیا هندوستان، برازیل، روس او کولمبیا د کرونا وایرس تر ټولو زیات کېسونه لري.

په براعظم يورپ کې د کرونا وایرس په کېسونو کې د بیا اضافې نه پس حکومتونو بیا په خلکو اوکاروبارونو بیا بندیزونه پرځای کړي دي.

په برطانیه کې نواوېکس نومې امریکايي کمپنۍ د کرونا وایرش په ضد د وېکسین اخیرۍ ازموېنې شروع کړي دي. په ازموینو کې به د ۱۸ نه تر د ۸۴ کالو عمر ۱۰۰۰۰ کسان برخه اخلي او کمپنۍ ویلي ازموینې په برطانیه کې ځکه کوي چې وایرس په برطانیه کې په لوه کچه ګردش لري او ممکنه ده چې ازموینې زر نتېجې راوړي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG