لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

22:04 2.7.2020

امریکا کې په یوه ورځ د کرونا د پنځوسو زرو زیاتې پېښې رپورټ شوي

د کرونا وبا خوریدو وروسته په لومړي ځل په امریکا کې په یوه ورځ کې تر ټولو زیاتې د پنځوسو زرو (۵۰۰۰۰) نه سېوا پېښې رپورټ شوي. د چارشنبې / شورو په ورځ د امریکا په کېلیفورنیا ایالت کې ۹۷۴۰ پېښې،‌ په ټېکساس کې ۸۰۷۶ کېسونه، فلورېډ‌ا کې ۶۵۶۳ او په اېریزونا ایالت کې ۴۸۷۷ نوي کېسونه رپورټ شوي دي.

د چارشنبې / شورو په ورځ د امریکا په کېلیفورنیا ایالت کې ۹۷۴۰ نوې پېښې ثبت شوی. دغه معلومات د کرونا وایرس د اغیزمنو خلکو د شمېرو معلومولو لپاره د اټلانټک مېګزین لخوا ورکړل شوي. د کېلیفورنیا وروسته د امریکا ټېکساس ایالت دی چرته چې په دغه ورځ ۸۰۷۶ نوې کېسونه، په فلورېډ‌ا ایالت کې ۶۵۶۳ او په اېریزونا ایالت کې ۴۸۷۷ نوي د کرونا ناورغان رپورټ شوي دي. د کرونا زیاتو شمیرو رپورټ کیدو نورې پېښې په الاسکا، جارجیا، لویزیانا، نارت کېرولاېینا او ټینیسي ایالتونو کې دي.

امریکا کې په یوه ورځ کې د ۵۰ زرو نه زیاتو پېښو ثبت کیدو سره سره په اتو ایالتونو کې په یوه ورځ هسپتالونو کې تر ټولو زیات ناروغان هم داخل شوي. تیره ورځ په ټېکساس ایالت کې ۶۹۰۴ تنه هسپتالونو ته وړل شوي. او په دغه ایالت کې په دومره لویه شمیره کې د ناروغانو هسپتالونو ته وړلو له سببه هسپتالونه د ناروغانو ډ‌ک شوي.‌

په کېلیفورنیا کې د ناروغانو شمېره سېوا کیدو وروسته د ایالت ګورنر دې ته مجبوره شوی چې ایالت کې په مهخانو یا بارونو، سنیماګانو او د ۱۹ کاونټیانو په هوټلو کې ختم کړی شوی بندیز بیرته ولګوي. او د کرونا وبا د شورو ورځو سخت بندیزونه بیرته په ټول ایالت کې عملي‌ کړي.

د امریکا په نورو ایالتونو لکه نیویارک کې د نیویارک ښاروال بل ډي‌ بلاسیو د خوراکي هوټلو د بیرته پرانستلو پلان ځنډولی ځکه داسې امکان شته چې د نورو متاثره ایالاتونو نه کرونا وهلي خلک په نیویارک ښار کې د کرونا خوریدو سبب وګرځي. د پېنسلوینیا ګورنر ټام ولف تیره ورځ په ګرد ایالت کې د ماسکونو په مخ کولو امر خپور کړی چې په ټول ایالت کې به عملي وي.

په امریکا کې په یوه ورځ کې تر ټولو زیاتې یا ریکارډ پېښې په داسې وخت کې رپورټ شوي چې په امریکا کې د الرجۍ او خوریدونکي ناروغیو قامي مرکز مشر ډاکټر فاوچي‌ دوه ورځې وړاندې د امریکا د سېنټ یوې کمېټۍ ته ویلي، دا موجوده شمیرې یو په دوه کیدلی شي یا د ورځې د یو لک نه زیاتېدلی شي که چرې په امریکا کې د کرونا خوریدو روانې څپې مخه وه نه نیول شوه او خلکو احتیاط‌ وه نه کړو.

21:36 27.6.2020

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د کرونا وایرس د معلوماتو مرکز د شمېرو تر مخه په نړۍ کې د کرونا وایرس نه د اغیزمنو خلکو شمیره لس میلینو یا یو کروړ ته ډیر په تیزۍ سره روانه ده. د مرکز تر مخه تر اوسه 9.8 میلینو نه زیات خلک په ټوله نړۍ کې د کرونا وایرس څخه اغیزمن شوي دي.

دجمعې په ورځ په امریکا کې په یوه ورځ کې په کرونا وایرس د نویو اخته شوو کسانو شمېر ترټولو لوړې کچې ته رسېدلې دی. تیره ورځ په امریکا 40 زره پېښې رپورټ شوي چې دا په یوه ورځ کې تر ټولو زیاتې شمیر دي.

د دغه زیاتوالي وروسته فلوریډا او ټېکساس ایالتونو اعلان کړی چې دوی به شراب خانې یا بارونه بېرته تړي‌ او ځیني نور بندیزونه به بیا عملي‌ کوي چې د کرونا وایرس د خوریدو مخه ونیسي. په امریکا کې د صدر ډانلډ ټرمپ د انتظامیې د کرونا وایرس ټاسک فورس تېره ورځ نږدې دوه میاشتې وروسته په ډاګه د مطبوعاتو سره خبرې کړي خو په دغه خبرو کې صدر ډانلډ ټرمپ نه وو موجود.

د امریکا وروسته کرونا وایرس برازیل ترټولو ډېر ځپلې دی چېرته چې د کرونا ناروغانو شمېره 1.2 میلینه یا 12 لکه ده. برازیل کې تراوسه کرونا وایرس نه 55,961 کسان مړه شوي دي. روس چې د کرونا وایرس د پېښو ترمخه دریم هېواد دی تراوسه پکې 626,779 خلک کرونا باندې اخته دي او 8,958 مړینې پکې رپوټ شوي دي.

په هند کې د کرونا وایرس د ناروغانو شمېره د پنځو لکو نه اوړیدلې ده او تر اوسه 15,685 کسان ددغه نړیوالې وبا نه مړه شوي دي.

د ټاېمز اف انډیا د خالي یا شنبې د ورځې د یو خبر تر مخه په هند کې د جمعې د ورځې راپه دیخوا 18552 نوې پېښې ریکارډ شوي چې د جمعې د ورځې د 17296 ریکارډ یې مات کړی.

د اسټریلیا په وکټوریا ایالت کې د خالي په ورځ 41 نوي کېسونه ریکارډ شوي دي چې پرله پسې 11مه ورځ ده چې دومره شمېرې ریکارډ‌ کیږي. اسټریلیا ویلي دوd به په وېکټوریا کې د زیاتیدونکې شمېر باوجود د هیواد اقتصاد پرانیزي.‌ په نیو ساوته وېلز کې هم د خالي په ورځ 6 نوې پېښې رپورټ شوي.

د امریکا، روس او نورو یو شمیر هغه هیوادونو مسافر چېرته چې د کرونا ناروغي نه ده کمه شوې، دوي ته به د جولایي لومړۍ نېټې وروسته د اروپايي بلاک هیوادونو ته د سفراجازه نه وي.‌ د امریکا یو وفاقي جج د صدر ډانلډ ټرمپ‌ انتظامیې ته امر کړی چې هغه ماشومان د پرېږدي چې د تیرو شلو ورځو راهسې د خپلو کورنیو د غړو سره د ټیکساس او پېنسلوینیا په مرکزونو کې د کرونا وبا د لاسه ساتل شوي دي.

هم د جمعې په ورځ د صحت نړیوالې ادارې (ډبلیو ایچ او) ویلي راروانو څو کلونو کې د کرونا وایرس پرضد د ټسټونو،‌ویکسینو او علاج لپاره به ورته هر کال 30 بېلینه ډالره مرستې پکار وي.‌ د نړیوالې ادارې په مشرۍ کې جوړ دغه اېتلاف دا مهال د کرونا وایرس د خوریدو مخنیوي لپاره هڅې کوي او غواړي دغه فنډونه د غریبو هیوادونو د اقتصادي مرستې لپاره د راروان کال نیمايي پورې استعمال کړي.‌

د پرتګال د اووه لکه ابادۍ په لسبن ښار کې د کرونا وایرس د بیا خوریدو وروسته د ټولبند یا لاک ډاون لګولو فیصله شوې ده. په برتانیه کې د صحت سېکتر خبرداری ورکړی چې د سختې ګرمۍ د لاسه د سمندر غاړې یا بیچونه دې بیرته وتړل شي ځکه په برتاینه کې د کرونا ناروغان بېرته په زیاتیدو دي.‌

06:18 27.6.2020

په ټوله دنیا کې د کرونا وایرس د ناروغانو شمېر ۹۷۷۶۳۹۲ ته رسېدلی او د جانزهاپکنز یونیورسټۍ د معلوماتو ترمخه ۴۹۳۶۰۴ کسان د دې وایرس نه مړه شوي دي.

هندوستان د جمعې په ورځ تایید کړه چې په دغه هېواد کې په تېرو۲۴ ګنټو کې ۱۷۲۹۶ کسان کرونا مرناروغه کړي دي او په هېواد کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له پنځه لکه نه زیات شوی دی.
د کورونا په پېښو کې له دغه زیاتوالي سره د اورګاډو تګ راتګ چې ټاکل شوې وه د جون په ۳۰ نېټه پیل شي د اګسټ تر ۱۲ نېټې پورې ځنډېدول شوی دی.


په امریکا کې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د کرونا د ۳۹۳۲۷ نوي بېښې رپورټ شوي دي.
په امریکا کې که څه هم رسمي شمېرې ښيي چې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۲.۵ میلیونو څخه اوختی خو د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د زیارت یا پنجشنبې په ورځ‌ وویل چې ټول ټال ښايي ۲۰ میلیونه امریکایانو د کورونا وایرس اخېستی وي چې دا شمېر لس چنده زیاته د

20:49 24.6.2020

په دنیا کې د کرونا وایرس له امله د خلکو د مرګونو شمیر ۴۷۸۲۸۹ ته ورسیدو او د وایرس د مریضانو او مرګونو د شمېرو په لحاظ لاطېني امریکا د کروناوایرس مرکز ګنل کېږي.

د امریکې د جانزې هاپکنزې د طب یونیورسټۍ د شمیرو ترمخه په نړیواله کچه دا وخت د کرونا د مریضانو شمیر ۹۲۹۵۳۶۵ ته رسېدلی دی.

په امریکا کې د کرونا وایرس د مرګونو تعداد ۱۲۱۲۷۹ ته رسېدلی دی، د جانز هاپکنز شمیرې ښايي.

په لاطیني امریکا کې د کرونا وایرس وایرس له امله د خلکو د مرګونو شمیر د یو لاک نه پورته شوی دی او دغه سیمه دا وخت د وایرس مرکز ګڼل کیږي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې رپورټ وايي د لاطیني امریکې ملک برازیل کې د کرونا وایرس تر ټولو زیات کېسونه دي چې شمېر یې ۱۱۴۵۹۰۶ دی. په برازیل کې ۵۲۶۴۵ کسان د وایرس نه مړي شوي دي چې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ د شمېرو ترمخه د امریکې پسې په دویمه درجه زیات کېسونه دي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ په برازیل کې په تېرو ۲۴ ګنټو کې ۳۹۴۳۶ نوي ناروغۍ او ۱۳۰۰ مرګونه رپورټ شول.

نور کتل

XS
SM
MD
LG