لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړۍ په ځینو سیمو کې د کرونا وایرس مخنیوي دپاره نوي بندیزونه اعلان شوي


نیوزي لېنډ ته داسټریلیا نیو ساوت وېلز نه ورغلي د ښځې خاوند جوړې په کرونا وایرس د ناروغه کېدو وروسته نیوزي لېڼد ته د نیوساوت وېلز نه په پروازونو بندیز لګول شوی دی
نیوزي لېنډ ته داسټریلیا نیو ساوت وېلز نه ورغلي د ښځې خاوند جوړې په کرونا وایرس د ناروغه کېدو وروسته نیوزي لېڼد ته د نیوساوت وېلز نه په پروازونو بندیز لګول شوی دی

د کرونا وبا د لاسه د نړۍ په ځینو سیمو کې بیا بندیزونه لګیدلي او په ځینو سیمو کې په دغه ډول پابندیو کې د نرمۍ اعلانونه هم شوي دي.

نیوزي لېنډ ته داسټریلیا نیو ساوت وېلز نه ورغلي د ښځې خاوند جوړې په کرونا وایرس د ناروغه کېدو وروسته نیوزي لېڼد ته د نیوساوت وېلز نه په پروازونو بندیز لګول شوی دی.‌ د ۴۸ ساعتونو دغه بندیز په وخت به د اسټریلیا چارواکي دا معلوموي چې دا وایرس د کومه ځای راغلی؟ په اسټرېلیان کې د اپریل د میاشتې راهسې دا لومړی ځل دی چې د وایرس پېښه مخې ته راغلې ده.

د کرونا په اړه یو بل پرمختګ کې یوه نوي څیړنه ښايي چې د فاېزر کمپنۍ د کرونا وېکسین دوه خوراکه د کرونا دوو قسمونو پرضد د وجود مدافعتي نظام قوي کوي.

تیره ورځ د نیو انګلېنډ جرنل اف مېډېسن لخوا خپور شوي یو خط کې ویل شوي چې د فاېزر وېکسین د بي ون ون سېون قسم پرضد ۹۰ فیصده موثره دی. دغه وېکسین په لومړي ځل په برتانیه کې معلوم شوی و او دا مهال په ګرده نړۍ کې خور شوی. په دغه خط کې ویل شوي چې د فاېزر وېکسین د کرونا بي ون ۳۵۱ قسم پرضد ۷۵ فیصده اثر لري چې په جنوبي افریقا کې معلوم شوی.

په عین حال کې په هندوستان کې د زیارت / پنجشنبې په ورځ د کرونا ناروغانو ریکارډ زیاته شمېره ریکارډ شوې او چارواکو خبرداری ورکړی په هند کې د کرونا دریمه څپه هم خوریدی شي.

د هندوستان د صحت وزارت د رپورټونو تر مخه نن په ګرد هیواد کې ۴ لکه ۱۲ زره ۲۶۲ کسانو کې د کرونا وایرس پخلی شوی. هم په دې ورځ په ګرد هندوستان کې ۳۹۸۰ کسان د کرونا نه مړه شوي.

په هندوستان کې د کرونا وایرسه د ناروغانو ټوله شمېره ۲۱ میلینه نه پورته شوې او تر اوسه ۲ لکه ۳۰ نه زیات کسان ترې مړه شوي. تیره ورځ د هندوستان یو ستر حکومتي چارواکي ساېنسي سلاحکار کی ویجی راګاون خبرداری ورکړی چې په هند کې د روانۍ څپې وروسته دریمه څپه نوره خوریدی شي. ښاغلي راګاون تیره ورځ‌ به نوي ډیلي کې یو خبري کانفرنس ته ویلي ٫٫ د وایرس روان خوریدونکې شرح ته په کتو دریمه څپه به خامخا راځي.٬٬ خو نوموړي زیاته کړې چې دا نه ده معلومه چې دریمه څپه به کله پورې راځي خو مونږ باېد دې له ځان تیار کړو.

په هندوستان کې د کرونا وبا تازه څپه بیا د اکسیجن د کمۍ د لاسه نوره هم سخته شوې او سخت ناجوړه کسان د اکسیجن د کمۍ د لاسه د سخت تکلیف سره مخ دي.

سره د دې د کرونا وبا وېکسینو تیارولو لپاره خام مواد هم کم دی.

که څه هم د هندوستان سیرم انسټي ټیوټ په نړۍ کې تر ټولو زیات وېکسین جوړوي خو تر اوسه د هندوستان ۱.۳ بیلینه ابادۍ یواځې ۲ فیصده خلکو ته وېکسین ورکړل شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG