لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډبلیو ایچ او: د نړۍ ٩٠ فیصد خلک په خیچنه هوا کې ساه اخلي


د مصر پاتخت قاهر هم ککړه هوا لري
د مصر پاتخت قاهر هم ککړه هوا لري

د روغتیا نړیوالې ادارې یا (ډبلیو ایچ او) خپل په وروستي راپور کې ویلي چې د نړۍ ۹۰ سلنه وګړي ککړه هوا تنفسوي او هر کال کې اوه میلیونه وګړي د ککړې هوا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ککړې هوا له کبله هغه خلک لا ډیر زیانمنه کیږي چې د نړۍ په نیستمنه هیوادونو کې ژوند کوې.

نوموړې اداره وايي چې په تېرو شپږو کلونو کې په ټوله نړۍ کې هوا لا نوره ککړه شوې ده. خو اروپا او امریکا یوازینی سیمې دي چیرې چې په ځینو برخو کې د هوا ککړتیا په کمیدو ده. د نړۍ سویلي او سویل ختیځ هیوادونو کې د وخت په تیریدو سره هوا لا خرابیږي.

د هندوستان ډهلي ښار او د مصر پایتخت قاهره د نړۍ تر ټولو زیات د ککړې هوا ښارونه دي. او راپور دا هم وايي چې پېښور او راولپنډۍ هم د هغو ښارونو په شمېر کې دي چې هوا یې ډیره ککړه ده او خلک یې ډیر زیانمنه کیږي.

راپور زیاتوي چې شاوخوا درې میلیارده وګړي د پخلي لپاره ښه سهولتونه او ټکنالوژي نه لري.

د هوا ککړتیا تر ټولو لوی لامل د ډیزلو او پټرولو څخه د ټرانسپورټی وسیلو لپاره استعمال دی.

د روغتیا د نړیوالې ادارې د عامې روغتیا مشره ډاکټره ماریا نیرا وايي، د هوا ککړتیا د چاپیریال لپاره یو لوی ګواښ دی.هغې په دې هکله سخته اندیښنه ښودل.

هغه زیاتوي چې د وړو ښارونو په پرتله په لویو ښارونو کې د ککړتیا کچه پڼځه برابره زیاته ده.

د روغتیا ادراې ځینو کار پوهانو د چین ستاینه کړی او وییلي چې نوموړي هیواد د هوا د ککړتیا د مخ نیوي لپاره جدي ګاموته اخیستي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG