لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گوگل د طالبانو د پروپیگینډې ایپ لرې کړی


گوگل کمپنۍ د موبائیل ټیلي فون اینډروئیډ څخه د طالبانو د پروپیگینډې ایپلیکیشن یا ایپ لرې کړی دی.

د طالبانو دغه ایپ د الاماره په نوم باندې د گوگل انیډروئیډ په سسټم کې په پښتو ژبه کې و. د امریکې د تجارتي خبرونو ادارې بلوم برگ ترمخه په دغه ایپ کې د طالبانو وډیوگانې ورکړی شوي وې.

بلوم برگ طالبانو د ترجمان له قوله وايي ایپ يي د ټیکنیکي وجوهاتو په وجه لرې شوی دی خو ډیر زر به بیرته سم شي.

گوگل ویلي دوي په دغه ایپ څه نه وايي خو دا چې هغه ایپس په خپل اینډروئیډ نظام کې نه پریږدي چې د کمپنۍ د تگ لارې سره سمون نه خوري.

گوگل وايي په دغه تگ لارو کې په هغه ایپس باندې بندیز شامل دی چې د تشدد مرسته کوي او یا د ترهگرو ډلو د حملو تشهیر کوي او یا خلک تشدد ته راپاروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG