لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت د طالبانو په ضد د پوځي عملياتو ځنډولو اعلان وکړو


چودهري نثار وئيلي حکومت د طالبانو لخوا د جنگ بندۍ د اعلان وروستو د تېرو څو ورځو راهسې د جنگيالو په ضد د روانو هوائي عملياتو نه کولو پرېکړه کړې ده .
چودهري نثار وئيلي حکومت د طالبانو لخوا د جنگ بندۍ د اعلان وروستو د تېرو څو ورځو راهسې د جنگيالو په ضد د روانو هوائي عملياتو نه کولو پرېکړه کړې ده .
په داسې حال کې چې د خالي په ورځ د پاکستاني طالبانو د تحريک لخوا د يوې مياشتې د غېرمشروط جنگ بندۍ وئيل شوي ؤ ، د کورونو چارو مرکزي وزيرچودهري نثارعلي خان اعلان کړی چې حکومت د طالبانو په ضد د هوائي پوځي عملياتو ځنډولو پرېکړه کړې ده .
د کورونو چارو مرکزي وزير چودهري نثار علي خان نن د اتوار په ورځ جاري کړي خپل يوبيان کې وئيلي چې حکومت د جنگ بندۍ او طالبانو په ضد د هوائي عملياتو نه کولو پرېکړه کړې ده .
ولې د وزارت داخله لخوا جاري شوي بيان کې وئيل شوي چې که د جنگ بندۍ په مهال طالبانو کوم بريدونه او د تشدد ډکې کارروائۍ وکړي نو حکومت او پوځ بيا د جوابي عملياتو کولو پوره حق لري .
بيان کې د طالبانو د جنگ بندۍ اعلان د خبرو اترو د عمل مخ په وړاندې بوتلو دپاره ښه پرمختگ بلل شوی ، او زياته کړی شوې ده چې د تېر کال جون په مياشت کې د نوي حکومت جوړېدو وروستود طالبانو په ضد په باقاعده توگه کوم پوځي عمليات نه دي شوي .
چودهري نثار وئيلي حکومت د طالبانو لخوا د جنگ بندۍ د اعلان وروستو د تېرو څو ورځو راهسې د جنگيالو په ضد د روانو هوائي عملياتو ځنډولو پرېکړه کړې ده .
د خالي په ورځ د پاکستاني طالبانو وياند شاهدالله شاهد مطبوعاتو ته ورکړي يو بيان کې د حکومت په ضد د يوې مياشتې دپاره په غېرمشروط ډول د جنگ بندۍ اعلان کړی ؤ او زياته کړې يې وه ، چې دغه پرېکړه د طالبانو شورا او امير په وينا شوې ده .
تېره مياشت د پاکستاني حکومت او طالبانو ترمينځ د جوړ جاړي خبرې وروستو له هغې ځنډېدلې وې ، چې طالبانو په کراچۍ ښار کې يو بمي بريد کې د ۱۳ پوليسو ، او بيا په مهمند ايجنسۍ کې د ۲۳ ملېشې غړو د وژنې پړه په سر اخستې وه .
وروستو د حکومت لخوا د خبرو اترو دپاره جوړې کميټۍ د طالبانو کميټۍ سره د خبرو اترو نه انکار کړی ؤ ، او حکومت وئيلي ؤ د طالبانو بريدونه او د خبرو اترو عمل دواړه يو ځايې پرمخ نه شي تلی .
او بيا د تېرې اوونۍ راهسې د قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان ، خيبر ايجنسۍ او هنگو کې د طالبانو په مرکزونو امنيتي ځواکونو د جيټ الوتکو او گن شپ هيلي کاپټرو د لارې عمليات پېل کړي ؤ ، او نن د اتوار په ورځ هم د خيبر ايجنسۍ په باړه تحصيل کې عملياتو کې د پينځه جنگيالو د وژلو ادعا شوې ده .

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG