لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ګلالۍ اسماعیل پلار د پاکستان په ریاستي ادارو بیا د ځورولو تورونه لګولي


پاکستان کې د بشري حقونو فعالې او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ کونکې ګلالۍ اسماعیل پلار پروفیسر اسماعیل نن یو وارې بیا د پاکستان په ریاست د خپلۍ کورنۍ د ځورنۍ تور لګولی.

پروفیسر اسماعیل نن په خپل ټوېټر په یو ټوېټ کې لیکلي ٫٫ زما ډراېیو چې لس ورځې وړاندې بې درکه شوی وو نن بیرته راغی او دعوه کوي چې هغه د پاکستان استخباراتي ادارو نیولی او ځورولی دی. زه هغه بیرته هغوي ته لیږم څوک چې غواړي چې د یو مخبر کار ترې واخلي.٬٬

نوموړي لیکلي چې دغه کار د پاکستان د ریاست د مشرانو کم علمي ښايي.

پروفیسر اسماعیل تیره ورځ هم په خپل ټوېټر او فېس بک په خپلو پاڼو د پاکستان په ریاستي ادارو تور لګولی وو چې د هغه او کورنۍ پرضد يېد دروغو اېف ايي ار درج کړی.

نوموړي په دغې اړه په خپل یو ټوېټ کې لیکلي ٫٫ د پاکستان ریاست زما، زما د ښځې او لونړ پرضد د ترهګرو د مالي مرستو په تور په پولیسو کې رپورټونه درج کړي دي.٬٬

تر دې دمه د پاکستان ریاستي ادارو د پروفیسر اسماعیل د دغه تورونو په اړه څه رسمي ځواب نه دی وېلی.

د روانې میاشتې (جولايي) په ۶مه نېټه د پاکستان د بشري حقونو خپلواکه کمېشن يا هيومن راېټس کمېشن اف پاکستان د هیواد امنیتي ادارو لخوا د ګلالۍ اسماعيل کورنۍ په ځورورلو اندېښنې څرګند کړي وې او د رياست نه يې غوښتنه کړې وه چې د مدني ټولنې د فعالينو حفاظت دې یقيني کړي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن (اېچ ار سي پي) د جولايي په ۶مه نېټه په خپل یو بیان کې ویلي وو ګلالۍ اسماعيل په ګرد پاکستان، په خاصه توګه په خېبر پښتونخوا کې د بشري حقونو سرغړونو په سر اواز پورته کولو او د رياستي ادارو لخوا د ګلالۍ او د هغې د کورنۍ په ځورولو اندېښنې لري.

د اېچ ار سي پي د دغه بیان ورسته د ګلالۍ اسماعيل پلار پروفيسر اسماعيل وي او ای ډیوه ته ويلي وو، لور يې د جون میاشتې د دوېشتمې نېټې نه بې درکه ده او دوي سره يې هيڅ معلومات نشته. نوموړي تور لګولی وو چې رياستي ادارې وخت په وخت د دوي کور ته ورځي او دوي ځوروي.

وړاندې هم پروفیسر اسماعیل په تويټر تور لګولی چې په ساده جامو کې د پوليسو او امنیتي ادارو کسانو د دوي په کور چهاپه وهلې، دوي ي ځورولي او ورته يې دهړکې هم ورکړي.

د پروفیسر اسماعیل د دغه څرګندونو وروسته د بشري حقونو خپلواکه کميسون د پاکستان د حکومت نه غوښتنه کړې وه چي د مدني ټولنې فعالينو حفاظت دې يقيني کړي.

د وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت د ګلالۍ اسماعیل پلار پروفيسر اسماعيل زیاته کړې چې د استخباراتي ادارو خلک هره ورځ په اسلام آباد کښې د دوي کور ته ورځي او بې ځايه تپوسونه کوي. نوموړي ویلي که د دوي کوم ميلمه هم دوي کره وي نو دغه خلک ترې پوښتنې کوي او دهړکې هم ورکوي.

پروفيسر اسماعيل ویلي دوي دې ته تيار دي چي د لور د بې درکۍ لپاره قانوني خواست جمع کړي خو دوي ته نه ده معلومه چې ګلالۍ اسماعيل چرته ده.

د ګلالۍ اسماعيل پرضد پوليسو هغه وخت د ترهګرې قضیه درج کړې وه کله چي په اسلام آباد کښې د مومندو سره تعلق لرونکې لس کلنې ماشومې فرشته مړې موندل شوې وو.

د فرشته کورنۍ په پوليسو تور لګولی وو چې د لور د لټون په وخت پولیسو بې غورې کړېې ده. ګلالۍ اسماعيل د فرشتې د وژنې وروسته د پاکستان په ریاستي ادارو سختې نیوکې کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG