د تیونس د سمندري پوځ یو عسکر په جربه نومې جزیره کې یهودیانو د یوې عبادتخانې سره نژدې درې کسان په ډزو وژلي او نهه نور يې زخمیان کړي دي.
د تیونس داخله وزارت د نهې، سه شنبې، د ورځې پېښې په اړه په یو بیان کې وویل د سېناګاګ سره نژدې حمله کونکي عسکر د سمندري پوځ یو بل محافظ په ډزو ووژلو، د هغه د ټوپک ګولۍ يې واخیستلې او بیا د سېناګاګ په لورې لاړو.
حمله کونکي د سېناګاګ نه بهر په محافظینو ډزې وکړې، چې په کې یو محافظ او دوه نور کسان ووژل شوو. د سېناګاګ محافظينو حمله کونکی په جوابي ډزو ووژلو.
د سېناګاګ نه بهر د تشدد واقعه یهودي عبادتخانې ته زایرینو د سالانه ورتګ په مهال شوې.
په کال ۲۰۰۲ کې په سېناګاګ د ټرک بم په حمله کط ۲۱ سېلګري وژل شوي وو.
د امریکې د خارجه وزارت ترجمان مېتیو مېلر په یو بیان کې وویل امریکا د سېناګاګ سره نژدې د حملې غندنه کوي او په داسې مهال شوي چې د الغریبه سېناګاګ زیارت ته دنیا د ګوټ ګوټ نه زایرین ورځي.
د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان د تیونس ولس سره د غمرازۍ اظهار وکړو او د حملې په ضد چټکو اقداماتو په سر يې تیونس د امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه.
یادونه: د دې رپورټ معلومات د ای پي، رویټرز او ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي