لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : گوله بارۍ کې دوه جنگيالي وژل شوي


شمالي وزيرستان کې د جنگيالو په پټو ځالو د هېلي کاپټرو څخه گوله بارۍ کې دوه جنگيالي وژل شوي دي
شمالي وزيرستان کې د جنگيالو په پټو ځالو د هېلي کاپټرو څخه گوله بارۍ کې دوه جنگيالي وژل شوي دي

د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د جنگيالو په پټو ځالو د هېلي کاپټرو څخه گوله بارۍ کې دوه جنگيالي وژل شوي دي .

د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د جنگيالو په پټو ځالو د هېلي کاپټرو څخه گوله بارۍ کې دوه جنگيالي وژل شوي دي .
د افغانستان پولې ترڅنگ د قبائيلي سيمي شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې دغه عمليات شوي دي ، او د عملياتو په مهال سيمې ته د تگ راتگ لارې تړل شوې وې او د تلونکو راتلونکو تلاشي هم اخستل کېده .
د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې د تېرې اوونۍ راهسې د وسله جنگيالو په ضد عمليات دوام لري . د امنيتي سرچينو ترمخه تېره اوونۍ د جنگي الوتکو او هېلي کاپټرو په گوله بارۍ کې د 36 بهرملکي جنگيالو په گډون نزدې 40 وسله وال وژل شوي وو .
ميرعلي سيمه کې د پوځ لخوا جنگيالو په ضد د تېرې اوونۍ راهسې د پېل شوؤ عملياتو وروستو خلکو د علاقې نه کډې کول پېل کړي دي ، او د راپورونو ترمخه تراوسه پورې 13000 کسانو علاقه پرېښودې او کډوال شوي دي . د صوبائي چارواکو په وينا کډوالو قبائيلي علاقې ته څېرمه د بنو او ټانک په سيمو کې کډې اچولي دي .
شمالي وزيرستان کې د جنگيالو په ضد عملياتو کې زياتوالی په داسې حال کې رامخې ته شوی دی . چې څو ورځې وړاندې د خيبرپښتونخوا په بنو سيمه کې دامنيتي ځواکونو په يو کاروان موټري بم چاؤدنه او راولپينډۍ کې دجي ايچ کيو سره نزدې ار اى بازار کې ديو ځانمرگي بريد له امله دلسگونو پوځيانو دوژل کيدو د پېښو پړه د پاکستاني طالبانوتحريک قبوله کړې وه .
او د هغې وروستو د پاکستان پوځ په سيمه کې د جنگيالو په پټو ځايونو د جنگي الوتکو او هېلي کاپټرو څخه د گوله بارۍ عمليات پېل کړي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG