لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په ترهګرۍ تورن حافظ سعید له نظربندۍ ازاديږي


بهروز خان

د پاکستان د لاهور هايې کورټ د چهارشنبې یا شورو په ورځ په ترهګرۍ تورن او امریکا ته په کار د حافظ سعید له نظربندۍ څخه د ازادېدو امر کړی دی.

محکمې ویلي د پنجاب حکومت د حافظ سعيد په اړه داسې کوم ثبوت عدالت ته وړاندې نه شو کړای چې نوموړی ترهگر وبلي.

د حافظ سعيد د خوشي کيدو امر په داسې وخت کښې شوی چې د امريکا کانگرس پاکستان ته مالي مرستې د حافظ سعید ترهګرې ډلې لشکر طیبه سره غیر مشروط کړیدي.

د امریکا په کانګرس کې د نوي منظور شوي قانون له مخې باید پاکستان له امریکا او افغانستان سره په گډه د حقاني شبکې پرضد عمليات پيل کړي.

مطبوعاتي رپوټونه وايي، کانګرس له پاکستان سره د مرستو د شرطونو نه د لشکر طیبه نوم د پنټګان په غوښتنه لیرې کړی دی.

د کانگرس د نوي قانون ټوله توجه په افغانستان کښې د طالبانو او د حقاني ډلې د عملياتو مخنيوی او په پاکستان کښې د دوی د پټو مرکزونو له منځه وړلو او د پاکستاني استخباراتي ادارو ملاتړ ته د پاې ټکی ايښودل دي.

د پنجاب حکومت په پاکستان باندې د پرلپسې بهرني فشار وروسته د روان کال په سر کې حافظ سعید په خپل کور نظربند کړی و.

د پنجاب حکومت غوښتل چې عدالت دې د حافظ سعيد په کور د نظربندۍ موده دې تر درې مياشتو نوره وغځوي خو عدالت يې دغه غوښتنه رد کړې وه.

سرکاري وکيل ستار سهيل ميډيا ته په خبرو کښې وویل چې د هغه د نظربندۍ زړه نېټه پای ته رسېدلې ده او د زيارت یا پنجشنبې په ورځ به ازاد کړای شي.

د حافظ سعيد ډله په کال ۲۰۰۸ م کښې د هند په ممبی ښار کښې د ترهګرۍ په تر سره شويو پيښو کښې ککړه گرځول شوې ده او د امريکا لخوا هم دغه ډله يوه نړيواله ترهگره ډله اعلان شوې ده.

د ممبي د ترهګرۍ په یادې پېښه کې د امریکایانو په ګډون تر ۱۶۰ زیات کسان وژل شوي وو. امریکا د حافظ سعید په سر د لسو میلیونو ډالرو انعام هم اعلان کړی دی.

که څه هم د نوموړي د نیول کېدو او وژل کېدو پر سر دومره ستر انعام اعلان شویدی خو حافظ سعید په پاکستان کې سرې سترګې ګرځي او مرکزونه یې اوس هم په ټول پاکستان کې فعال دي.

د حافظ سعيد جهادي ډله د لشکر طيبه په نوم جوړه شوې وه خو وخت په وخت پرې بنديزونه لگيدلي دي او دغې ډلې خپل نومونه هم ورسره بدل کړي دي او په نويو نومونو سره يې خپلو جنگي هلو ځلو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG