لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکرونا وبا جریان کې د حج مناسک پیل شول



نړۍ کې خورې شوې د کرونا وبا جریان کې هم نن د ۲۹ جولای نه په سعودي عرب کې دحج مناسک پیل شوي اؤ حاجیان نن سحر د مکې نه منا ته رسیدلي دي.

تیرکال دحج مراسمو کې دنړۍ د ګټ کټ نه تر ۲۵لکو زیاتو مسلمانانو برخه اخستې وه خو سږکال د کرونا وایرس له امله یوازې یو زر۱۰۰۰ مسلمانانو ته دحج کولو اجازه ورکړل شوې ده چې دغه حاجیان د ۱۶۰ څخه د زیاتو هیوادونو سره تړاؤ لري.

په دغو کسانو کې ۷۰ فیصده هغه بهرني وګړي دي چې په سعودي عرب کې د وړاندې نه میشت دي اؤ یوازې ۳۰فیصده ځائ خلک یعني سعودیان د حج فریضه ادا کوي.

دسعودي عرب د دولتي ورځپانې دخبر له مخې سږکال د کرونا د وبا له امله دمنا یوازې یوې برخې ته حاجیان ورټول کړل شوي دي.

منا ته رسیدلې دا حاحیان تر پینځوؤ ورځو د مکې په یو ستر هوټل کې ائسولیټ کړل شوي وؤ .

په ټولنیزو رسنیو خپرو شوؤ بیلابیلو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې په شمیره کې کم دغه حاجیان مکې نه منا ته د تګ په مهال په ټوله لاره د لبیک الهمه لبیک نعرې وهي اؤ په مخونو یې د کرونا څخه د بچ کیدو په خاطر ماسکونه تړلي دي.

سعودي حکومت وایي د کرونا نه د حاجیانو د خوندي ساتلو په غرض یې کوټلي تدابیر خپل کړي چې دهغې له مخې دا حاجیان په حفاظتي سپارښتنو عمل کولو ته پابند کړل شوي .

حاجیان به د ټولو مناسکو ادا کولو په مهال د یو څخه په لازم واټن پاتې کیږي، خانه کعبې له به ګوتې نه شي ور وړلی اؤ نه به هم حجر اسود ښکلولی شي.

همدا شان بسونو کې دتګ په مهال اؤ خیمو کې دپاتې کیدو په مهال به هم د یو بل سره واټن ساتي.

د حرم شریف دننه اؤ دجومات په دالان کې به خوراک نه شي کولی ، هوټلو کې به په لاسونو سنټائزر پورې کوي اؤ په لاره د ګرځېدو اؤ عبادت په مهال به ماسکونه په خوله اؤ پوزه تړي.

دسعودي عرب د حج دچارو وزیر ډاکټر محمد صالح بنتن ویلي چې سږکال یوازې د ۲۰ نه نیولې تر ۵۰ؤ کالو عمر لرونکو ته دحج کولو اجازه ورکړل شوې ده اؤ مکې ته د له رسیدو وروسته ددغه ټولو حاجیانو د کرونا ټيسټونه شوي دؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG