اسرایل او حماس د یکشنبې- اتوار په ورځ په غزه کې د جګړې د درولو او خپلو کورونو ته د یرغمل شویو کسانو د بیرته ستنولو په اړه د تړون پر تفصیلاتو له دې کبله د یو بل مخالفت کړی چې د فلسطیني چارواکو په وینا د اسرایل بمباریو په تېرو دوو ورځو کې تر 100 ډېر کسان وژلي دي.
د حماس یوه چارواکي ویلي، د هغو 34 اسرایلي یرغمل شویو کسانو نوملړ یې تایید کړی چې د تړون د یوې برخې په توګه به اسرایل ته ستانه کړل شي او په نتیجه کې به یې په غزه کې ډزبندي وشي.
خو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر د حماس د چارواکي تر دې دعوې وروسته سمدستي په یو بیان کې ویلي، چې حماس د یرغمل شویو کسانو نوملړ ورته نه دی سپارلی.
په امریکا کې منتخب صدر ډانلډ ټرمپ ته د واک تر سپارل کېدو مخکې یوه نوې هڅه روانه ده چې د اسرایل او حماس تر منځ په 15 میاشتنۍ جګړه کې ډزبندۍ وشي او غزې ته یرغمل شوي اسرایلي وګړي بیرته را ستانه کړی شي.
دا هڅې په داسې حال کې کېږي چې په غزه کې د اسرايل پوځي عمليات زيات شوي دي. ډاکټران وایي، په روانه اوونۍ کې په غزه کې د اسرایل په هوايي بریدونو کې 105 فلسطینیان وژل شوي دي. د اسرایلو پوځ ویلي د حماس لسګونه وسلوال یې وژلي دي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا په تکرار سره ویلي، د خپلې دفاع لپاره د اسرایل د حق ملاتړ کوي، خو وایي اسرایلي ځواکونو باید له نړیوالو قوانینو سره سم عمل وکړي او "د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره نور د پام وړ کار وکړي".
د اسرایل مذاکراتي پلاوی د قطر او مصري استازو په منځګړتوب دوحې ته د خبرو د بیا پیل کېدو لپاره لېږل شوی دی او د امریکې د صدر جو بایډن انتظامیې- چې د خبرو په منځګړیتوب کې مرسته کوي- د جمعې په ورځ له حماس ډلې وغوښتل یو تړون ته دې ورسیږي.
حماس ډلې ویلي دي چې ژر تر ژره یو تړون ته رسېدو ته ژمن دی، خو څرګنده نه ده چې دواړه لوري څومره د یو بل غوښتنو منلو ته نیزدې شوي دي.
د حماس یوه چارواکي ویلي، د اسرایلي یرغمل شویو کسانو د بېرته ستنولو هر ډول تړون به له غزې د اسرایلي ځواکونو د وتلو او دایمي ډزبندۍ او یا د جګړې د ختمېدو له یو تړون سره تړلی وي.
دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري ایجنسۍ ویلي، "تر اوسه پورې قبضه ګر [اسرایل] د ډزبندۍ او [له غزې] د وتلو د مسئلو په اړه د یو تړون پر سر خپل دریځ نه دی بدل کړی او هیڅ ګام یې نه دی اخیستی".
وزیراعظم نتنیاهو په دوامداره توګه ویلي، جګړه به یواځې هغه وخت پای ته ورسیږي کله چې د حماس پوځي او د حکومت کولو قوت ختم شي.
د غزې روغتیا چارواکي وايي د یکشنبې- اتوار په ورځ د اسرایل پوځي بریدونو دوام درلود، چې د غزې په مرکز کې د نصیرات په کېمپ کې پر یوه کور په هوايي برید کې پینځه تنه وژل شوي او د غزې په شمال کې په جبالیه کې څلور تنه وژل شوي دي.
چارواکي وایي د ورځې په اخر کې د غزې په سوېل کې په خان یونس سیمه کې د پولیسو پر یوه مرکز هوايي برید وشو، چې پکې پینځه تنه ووژل شول. سمدستي دا څرګنده نه ده چې وژل شوي ټول پولیس وو که نه.
ډاکټرانو وویل چې د شپې هم د غزې په مرکزي برخه کې د بوریج په نوم کېمپ کې د اسرایل په هوايي برید کې درې کسان وژل شوي، چې وایي له دې سره د یکشنبې- اتوار په ورځ د وژل شویو شمیر 17 ته ورسېد.
د اسرایل پوځ ویلي، په خان یونس کې یې د حماس پر وسلوالو او د اسلامي جهاد پر یوه وسلوال برید کړی، چې په وینا یې د دیر البلاح له بشري سیمې یې بریدونه کړي دي.
پوځ د یکشنبې- اتوار په ورځ وویل، په تېرو دوو ورځو کې یې په غزه کې تر سلو ډېر هدفونه په نخښه کړي او لسګونه حماس وسلوال یې وژلي دي.
په غزه کې د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت وایي، له څه باندې یو کال راهیسې د اسرایل د روانو پوځي عملیاتو په نتیجه کې تر اوسه لږ تر لږه 45,805 فلسطینیان وژل شوي او 108,856 نور ټپیان شوي دي. 2.3 میلینه خلک بې ځایه شوي دي.
دا جګړه د 2023م کال د اکتوبر په اوومه هغه وخت پیل شو چې د حماس په مشرۍ وسلوالو پر اسرایل په برید کې 1,200 کسان ووژل شول او شاوخوا 250 نور یې یرغمل کړل، چې لا هم شاوخوا سل تنه په غزه کې دي او ویل کېږي چې ډېر یې وژل شوي دي.
Forum